کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی رېچارډ اولس وايي چې «د امریکا لپاره په سویلي آسیا او منځنۍ آسیا سیمو کې ثبات مهم د او دغه غونډه به د سولې، ټیکاو او اقتصادي ودې په برخه کې د اسیا زړه هېوادونو د هڅو ښکاروندیي کوي.»
اولسن د آسیا زړه هېوادونو غونډه د افغانستان لپاره غوره فرصت وبلله او د سیمه ییزو هېوادونو مرستې به را جلب کړي.
د ده په خوله« د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ګټوره ثابتېدی شي»
اولسن په افغانستان کې سوله راوستنه د سیمه ییزو هېوادونو لپاره د ښه راتلونکي زېری ورکړ.
ده همدا شان وویل چې په افغانستان او پاکستان کې روانه جګړه پرته له سولییزو خبرو پای نه لري.
ده همدا ډول زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا نظامي مأموریت پای ته رسېدلی دی، او د افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې او په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو په روزنه او تجاهیزو کې د پوره مرستې ژمنه لري.
د یادونې وړ ده چې د امریکا په مشرۍ د ناټو مأموریت په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پورې امضاء شو، او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او تجهیز لپاره به ۱۳زره ناټو ځواکونه پاتې وي.


















