یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د ولسي خلکو پر وړاندې د دولتي ځواکونو وروستي پلان شوي مرګوني بریدونه او عواقب یې

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
مارچ 8, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
398
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

راپور تاژ: فرید افغان

دا هم ولولئ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۷ )

کابو یوه میاشت کیږي چې د افغانستان په مختلفونقاطو کې د ولسي وګړو پرضد عملیات، شپینۍ چاپې، مخامخ بریدونه او آن په قصدي توګه پرې بمبارۍ کیږي.
که ارګ امریکایانو ته د ورکړي قضایي مصؤنیت له کبله غبرګون نه شي ښودلی نو د خپلو افغان ځواکونو له خوا یې هم پر ولسي خلکو بریدونه نه دي غندلي.
نړیواله ټولنه، بشري حقوق، مدني فعالان او ټول بنسټونه په افغانستان کې د هدفي ملکي وژنو په باب چوپه خوله دي.
تیره ورځ مې د غزني د دریدلو مظاهره چیانو خبرې اوریدې چې ویل یې د امنیې قوماندانۍ د هغو قاتیلینو د نیولو په خاطر چې څو ورځې وړاندې یې په قصدي توګه پر ملکيانو برید وکړ، ځواکونه استولي خو داچې هغوی ټول مسلح و، د د نیولو وس یې نه درلوده.
نو په داسې حال کې به ولس ولې پاڅون ته نه اړ کیږي؟

راځئ دلته څو بوږنونکې پیښې یادې کړو چې څومره په سختو شیبو کې قرار لرو

لرې نه ځو یواځې د تیرو څو اونیو محدودې بیلګې دلته ذکر کوو

د فبروري پر لومړۍ نیټه افغان ځواکونو د کندهار ولایت د بند تیمور سیمه کې د بهرنیانو په ملتیا عملیات پیل کړل چې پکې ۳۵ ولسي وګړي ووژل شول، د ملي یووالي د حکومت مشر دا برید دکابل د پیښو غچ بللی و، خو د بشري حقوقو ادارې یې په اړوند ویلي و، چې په یاد برید کې غوڅ اکثریت قربانیان ملکیان دي او زیاته کړې یې وه چې په یادو عملیاتو کې ولسي کسان په هدفي توګه په نښه شوي او دڅیړنو غوښتنه یې هم کړې وه.

دفبروري په ۸مه دخوست ولایت دعلیشیرو ولسوالۍ په بټۍ تاڼې سیمه کې دکمپاین عسکرو دیوې کورنۍ اووه تنه غړي ووژل چې دخوست دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر عبدالحنان ځدران هم تائید کړې وه چې په نښه شوي خلک ملکي وګړي دي.

د فبروري په ۱۹مه د خوست ولایت دصبریو ولسوالۍ په څپري او میچي سیمو کې ګډوځواکونو دچاپې په مهال څلور تنه ولسي وګړي شهیدان کړل.

د فبروي په ۲۱مه د لوګر ولایت دڅرخ ولسوالۍ د پنګرام سیمي په قلعه بالا کلي کې افغان ځواکونو دچاپې او بمبار په مهال درې تنه ملکيان په مخامخ ډزو ووژل.

د فبروري په ۲۴مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنج اباد کلي کې ګډوځواکونو په بمبار کې لس تنه ولسي وګړي شهیدان او شل نفره ټپیان شول.

اونۍ وړاندې په خوست کې کمپاين ځواکونو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زني خېلو سيمه کې په يوه کور عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې د يادې کورنۍ د يوې مېرمنې، يوې ماشومې انجلۍ په ګډون څلور تنه عام خلک ووژل.
همدا راز تیره اونۍ د کندهار د میوند په بند تیمور سیمه کې دولت ته وفادارو ځواکونو د ماشومانو په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل .
سرچینې زیاتوي؛ په دې عملیاتو کې د کلیوالو ۱۵ موټرسایکلان او یو موټر سوځول شوي او ۳۰ تنه ولسي خلک یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي دي.
څو ورځې وړاندې بیاد غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د نيختي کلي سيمه ييزو پوليسو د شېراباد کلي پر يوه کور بريد وکړ او د يوې کورنۍ دوه تنه يې ووژل، دوه نور يې ټپيان کړل او ۲ تنه يې له ځان سره يوړل.
همدا پرون ورځ افغان ځواکونو په مخامخ ډزو کې ۳ وروڼه او یو بل کلیوال ځای پر ځای ووژل ، د کلیوالو د عراده جاتو د سوځیدو سربیره یې یو کاریز هم په بمونو والوزاوو.

دې پیښو ته حکومت کوم رنګ ورکوي؟

د کندهار بندتیمور سیمه کې لویې فاجعې ته د ګډحکومت مشر اشرف غني د کابل د برید د غچ اخیستنې نوم ورکړ او په وینا یې چې ټول وژل شوي خلک طالبان دي خو د بشري حقوقو سپیناوي بیا دا ادعا څه ناڅه بې ارزښته کړه.

د غزني پیښې ته یې د قومي شخړې نوم ورکړ، حال داچې ولسي خلک یواځې د اربکیانو پرضد راپاریدلي و.
پر خوست ځکه چوپتیا غوره شوې چې حکومت په څرګنده مني چې د کمپیان په نامه ملیشې یې په واک کې نه دي.

هدف څه ده؟!

حکومت پلان لري له هرې ممکنه لارې پرطالبانو فشار زیات کړي.
داچې د طالبانو د تمویل او تجهیز یواځنۍ مراجع ولسونه دي نو حکومت پکې د ویرې خپرولو په خاطر په مختلفو لارو هغوی هڅوي ترڅو د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي.
امریکایانو ژمنه کړې چې د طالبانو مالي مراجع به ختموي او خبرداری یې ورکړی چې ښایي په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي .
نو له همدې کبله دوی کوښښ کوي تر څو په ولسونو کې د طالبانو محبوبیت له همدې لارې کمزوری کړي.

لوی ټکي: بمبارۍخوستغزنيفراهکندهارولسي خلک
مخکینې مطلب

آیا تنها هشت مارچ را گرامی داشت

بل مطلب

دلته مې دیني درسونو ته دولت نه پریږدي خو بل هېواد ته د تګ لپاره یې بیا راته خنډونه جوړ کړي

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com