تخار: د طالبانو په تهاجمي بریدونو کې لسګونو افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
طالبانو ویلي چې د مرکز شاوخوا ۱۲ پوستې وې چې ټولې یې نیولې د نوموړي په خبره؛ په دې ضمن کې د اربکیانو یو قوماندان له ۱۳ اربکیانو سره او ۳ د اردو قوماندانان له ۱۲ عسکرو سره یوځای وژل شوي.
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)
د تخار ځایي امنیتي چارواکي وایي؛ تیره شپه شاوخوا۱۲ بجې طالبانو د دې ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د ګورتپې په سیمه کې د اربکیانو او ملي اردو پر پوستو همهاله بریدونه وکړل چې لسګونو تنو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر رسنیو ته وویل؛ د طالبانو په تهاجمي بریدونو کې تر ۲۰ ډیر د ملي اردو ځواکونه او اربکیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
د اسیر په خبره؛ په دې بریدونو کې ۱۷ تنه اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ملي اردو ۱۰ تنه سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان دي.
طالب ویاند کابل ټکی کام سره په اړیکه کې وویل؛ چې د ملي اردو مرکز ته یې په تکتیکي توګه انفجاري مواد داخل کړي او ټول مرکز یې په تکتیکي توګه الوزولی.
طالبانو ویلي چې د مرکز شاوخوا ۱۲ پوستې وې چې ټولې یې نیولې
د نوموړي په خبره؛ په دې ضمن کې د اربکیانو یو قوماندان له ۱۳ اربکیانو سره او ۳ د اردو قوماندانان له ۱۲ عسکرو سره یوځای وژل شوي.
مجاهد زیاتوي؛ طالبانو ګڼ شمیر مهمات او سلاح نیولي او په دې هکله به بشپړ راپور وروسته نشر کړي.
تر اوسه د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
د یادونې وړ ده چې د تخار پر ډیری سیمو طالبان واکمني لري او د دې ولایت خلک هم تر ډیره د طالبانو ملاتړي ولسونه دي.



