بې له انګاره سړی سوځي

شفاعت ریحان
په خپلو سترګو مې د زړونو لمبه هم وليده
ما د شهيدو پرهرونو لمبه هم وليده
د بېلتانه اور دي را وسوځل ايره ايره شول
ما مې د سوو ارمانونو لمبه هم وليده
زما نظر خو په انګار کې پر اغزو ولګيد
رشتيا يو چا د ګلابونو لمبه هم وليده؟
ما له فراق مخکې لمبې د يادو نه منلې
نن مې جانانه د يادونو لمبه هم وليده
نړۍ يو چا باندې د ظلم سپرغي وشيندله
نړۍ يې بيا د فريادونو لمبه هم وليده
تا به ليدې زموږ د کلي شهيداني پېغلې؟
تا پر ګودر د چنارونو لمبه هم وليده؟
بېله انګاره سړی سوځي شفاعت ريحانه!
ما د يو چا د هجرانونو لمبه هم ولیده



