کابل: درنې چاودنې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایی؛ نن دکابل په لویدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي سیمه کې د مسجدالزهراء جومات ته نږدې پر امنیتي ځواکونو داسې مهال چاودنه شوې چې هغوی د هزاره وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د یادلمانځې مراسمو ته کلک امنیتي ترتیبات نیولي و. .
لومړني راپورونه وایي؛ چاودنه د چسپکي ماین له امله وه چې د پولیسو د رینجر موټر پسې نښلول شوی و، خو د کورنیو چارو وزارت بیا سرتیری برید بللی
چاودنه داسې مهال ترسره شوې چې سیمې ته ورغلې ټولې لارې د ولسي خلکو پرمخ تړل شوې وې.
د روغتیا وزارت ویلي؛ تر اوسه د ۱ پولیس د وژل کیدو او ۱۳ د ټپي کیدلو راپور ورغلی.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي، په چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي اوګڼ نور ټپيان دي
دچاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
خو په تیر کې په ورته اهدافو د چاودنو میؤلیت تر ډیره داعشي ملیشو منلی



