خوست: د ځوانانو په هڅه کینول شوي نیالګي د حکومت اړوند زور واکانو بیرته ایستلي

د خوست مدني فعالان وایي؛ اونۍ وړاندې یې د دې ولایت د تفریحي غونډۍ پرسر سلګونه نیالګي کینول او یو لوی ملي بیرغ یې هم د دې غونډۍ لپاره تیار کړی و، چې تیره ورځ د ملا سردار په نامه د خوست مجاهدینو شورا مشر چې د ولایت د مقام قوي ملاتړ له ځان سره لري ټول کینول شوي نیالګي بیرته ایستلي او هڅه کوي په دې سیمه کې یو خصوصي ښارګوټی جوړ کړي.

خوست میشتي ولسونه وایي؛ نیالګي د امین الله په نامه یو زورواکي چې د سردار ځدراڼ خاص استازی ده د حکومتي عسکرو په ملاتړ له منځه یوړل.
داپه داسې حال کې ده چې حکومت په دې وروستیو کې د عام المنفعه تاسیساتو د نړولو پسې مټې رابډ وهلې چې څو ورځې وړاندې یې په پکتیکا کې درۍ کلینیکونه ونړول او تر هغه وړاندې یې د تخار په درقد کې د خلکو له خوا جوړ شوی ښار ګوټی له سلګونو دکانونو حومات او ښونځي سره یوځای له منځه یووړ.
ټاکل شوې ده نن په دې تړاو په خوست کې یو لاریون هم ترسره چې جزیات به یې وروسته شریک کړو



