روزګان: د پوليسو خپلمنځي نښته کې يوه مېرمن وژل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۹) د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د پوليسو د خپلمنځي نښتې په ترڅ کې يوه مېرمن وژل شوې او درې پوليس ټپيان دي.
د روزګان د ولايتي شورا رئيس اميرخان بارکزی وايي، پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده.
نوموړي وويل، د سيمه ييزو پوليسو او ملي پوليسو تر لفظي شخړې وروسته پر يو بل ډزې وکړې چې له کبله يې نښته رامنځته شوه او د پوليسو په ډزو په نږدې کور کې يوه مېرمن ولګېده.
ځايي سرچينې وايي، په پېښه کې درې پوليس ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې ښه نه دی.
خو د چورې ولسوال امين الله خالقي رسنيو ته ويلي په پېښه کې يو پوليس ټپي شوی او د پېښې عاملين نيول شوي دي.
تر دې مخکې هم په چورې ولسوالۍ کې د پوليسو او ملي پوليسو تر منځ په نښته کې شپږ پوليس وژل شوي و او څلور نور ټپيان و.



