یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

مطبوعاتو ته لنډه کتنه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 10, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
117
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

تېره ورځ کابل د دوو شخصيتونو د ياد غونډو شاهد و، د پخواني جمهور رئيس د معاون مارشال فهيم د ۴م تلين ياد غونډه د لويې جرګې په تالار کې او د حزب وحدت اسلامي د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۳مې کاليزې په مناسبت په دشت برچي کې خلک راټول شوي وو.

په هيواد کې چاپېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې سرمقالې تر ډېره د حزب وحدت اسلامي د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۳مې کاليزې په مراسمو بريد ته ځانګړې کړې دي او هرې ورځپاڼې له خپله ليده دغه بريد ناروا عمل بلل او غندلی يې دی.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ويسا:

ويسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې تر دې عنوان لاندې چې (پر ناروغۍ اعتراف خو پر اصلي لامل نه!) لکلي چې دا يو تريخ واقعيت دی چې نن مو ولس له کومو ستونزو سره مخامخ دی، يوه د بلې هغې طبعي پالې دي.

د مقالې ليکوال ليکي چې په پرونيو غونډو کې هيڅ مشر د هيواد د بدې وضعې لامل ته چې هغه د بهرنيانو پوځي او سياسي حضور دی، هيڅ اشاره ونه کړه، په داسې حال کې چې د ورته پيښو په وړاندې نننی کمزوری او ناتوانه حکومت د همدې بهرنيانو طرحه وه، بهرنيانو دغسې حکومت رامنځته کړی چې هم ولس ته خدمت ونکړای شي، هم جګړه روانه پاتې شي او هم مو هيواد د قومي او سمتي شخړو ډګر وګرځي.

سرمقالې جهادي مشران مخاطب کړي چې که حکومتي يارانو د بهرنيانو وحشتونو ته اشاره ونه کړه يو عذر به لري، خو هغو ولې څه ونه ويل چې د ولس د ټولو قربانيو او جهادي دعوه داران هم دوی دي، د دوی خولې د پرديو په وحشت څه شي پټې کړې دي؟!

ليکوال وايي په هيواد کې د روانو ټولو بدمرغيو اصلي لامل بهرنيان دي، اوس چې سياسي نخبه ګان پر ناروغۍ اعتراف کوي، پر لاملونو يې هم بايد اقرار وکړي چې د درملنې سمه لاره يې غوره کړای شي.

۸ صبح:

هشت صبح ورځپاڼه بيا خپله سرمقاله په دې عنوان پيل کړې چې (پوليس ولې په خپله ناتواني اعتراف نه کوي؟)

د مقالې ليکوال وايي چې امنيتي ارګانونه د دې لپاره هست شوي چې د ملت ژوند چې له ارزښتونو يو لوی ارزښت دی، وساتي. که پوليس د خلکو د ژوند ساتنې وس نه لري نو دا حق هم نه لري چې په خپل ناتواني اعتراف ونه کړي، له دغه ځايه چې د انساني ژوند ساتنه ذاتي ارزښت لري، لازمه ده چې امنيتي ارګانونه، چې وجودي فلسفه يې د همدې ارزښت تحقق دی، هر وخت موضوع روښانه کړي.

مقاله وړاندې ليکي چې دلوت د ازادي جشن،  ۸م د ثور او دې ته ورته نورې غونډې په يوه محدوده کې جوړوي، دا کار د دې ښکارندويي کوي چې امنيتي ارګانونه د غونډو امنيت نشي نيولای. چې داسې ده، نو ولې په رسمي توګه خپله بې وسي نه اعلانوي؟ ملت هم پوهيږي چې د امنيتي ځواک توانايي په کومه اندازه ده، بهتره ده چې پوليس دا اعلان وکړي، تر څو خلک خپله د غونډو امنيتي ونيسي او يا يې لغوه کړي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې خپله سرمقاله د ارګ او اشرف غني انحصارګرايانه سياستونو ته ځانګړې کړې ده او سياسي حرکتونه يې د مشترکاتو په يو محور راغونډېدو ته بللي، تر څو يو ملي وفاع اعلان او د ارګ د منفي کارونو په وړاندې لاس په کار شي.

سرمقاله په مجموع کې ليکي چې تبعيضي او غيرمنصفانه سياستونه او د دولت د مديريت له ادرسه نفاق اچونکې حرکات د دې سبب شوي چې هيواد يوې خطرناکې مرحلې ته سوق کړي.

مقاله وړاندې ليکي چې که خلک د ارګ د فعاليتونو په مقابل کې ودريږي نو دا ملت ته د دې ډاډ ورکوي چې بيا به هيڅ حاکم او دولت د خلکو له غوښتنو بې توجهي ونکړي او نه به هيواد په قومي لوبو د بې ثباتي او تجزيې لور ته بوځي.

د مقاله ليکوال په اند کوم خطرات چې د ارګ د سياسيتونو او انحصاري حلقو له لورې افغانستان تهديدوي، دا په مرابتو له امنيتي او نظامي خطراتو ورانونکي دي. د ارګ لخوا تبعيض آميز سياستونه او قومي اختلافاتو ته وده ورکول د وروستيو درې کلونو د ټولو بې نظميو باعث ګرځيدلي، چې بايد د دې سياستونو مخه ونيول شي او ارګ د توطيه جوړونکو ځان غوښتونکو له محاصرې خلاص شي.

مقاله ليکي چې دا د نخبه ګانو، سياسيون، متنفذينو او ټولو سياسي حرکتونو رسالت دی چې د موجده وضعيت په وړاندې د (ملي وفاق) تر نامه لاندې راټول شي او له هغو  انديښمنونکو توافقاتو چې په اينده کې به د افغانستان ګريوان نيسي، ځان مخکې کړي.

تميم توفيق

مخکینې مطلب

طالبانو د فراه په مرکز کې یوه پوسته نیولې

بل مطلب

له سختو بمباریو سره سره الغوطة ښار ته د بشري مرستو کاروان ننوت

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com