لیکنه صلاح الدین ایوبي
عسکر جانه
دا څو ورځې چې مسلسل ستا د ډله ایز مرګ خبر اورم، ډیر مې خواشنۍ کوي او باور وکړه په هغه ورځ مې روح بې اختیاره سرګردانه وي،
نه غواړم چې نوره د افغانه خور کونډه او مور دې بوره شي او بچیان یې له مینې محروم پاتې شي.
اې د ښایسته ځوانۍ څیښتنه
ته د هغه چا لپاره خپله ځواني لولپه کوې چې هغوی د غرب د شومو پلانونو د پلۍ کیدو لپاره په چوکیو کېنول شوي، د هیواد پلورل، غصب، غلا او لوټ ماري د ځان لپاره ثواب او غنیمت ګڼي او له استقلال څخه په غلامۍ ډیر خوښ دي.
سربازه
ته د یو داسې چا په امر د معرکې ډګر ته وړاندې کیږې چې د هغوی زامنو لا ګران افغانستان نه دی لیدلئ ، نه يې تراوسه پوښتو زده او نه ورته کوم ارځښت لري، په یورپ کې ستا د وینو په پیسو خپلې عیاشي او تجراتونه کوي.
راځه نور د یوې باطلې عقیدې لپاره خپل نازولي بچیان مه یتیمانه وه، د سپین سرې مور زړه دې مه سورۍ کوه ، د سپین ګیرۍ پلار او د ښځې هیلې دې مه زندۍ کوه.
عسکر جانه قسم په الله
ته اوس په یوه داسې لاره کې او د داسې چا لپاره قرباني کیږې چې په هغوی الله ج او رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ویلئ، رټلي یې دي او مؤمینو مسلمانانو ته یې په خپلو مقدسو کتابونو کې امر کړئ چې ددوی سره وجنګيږئ ،
خو دوی لکه جادوګر ته یې په (خدای، وطن او دنده) شعارونو تیر ایستلئ یې، حقیقت کې تا د هغه چا مټ قوي کړئ چې له کلونو راهسې یې له مونږ څخه د خپل کور او هیواد ازادي اخیستې، هره اوونۍ يې ناترسه بمونه زمونږ د لسګونو هیوادوالو ژوند اخلي او د تورتم په تورو شپو کې راهیسار کړي یوو.
اخ راځه نور د په خپلو کور او ځواني لږ رحم وکړه او خپلې دندې ته د پاۍ ټکۍ کیږده.


















