(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۳ فرید افغان)
د کندهار ځایي چارواکي وایي چې؛ نن د کابل کندهار پر لویه لاره د میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو مسافر وړونکي ۳۰۳ بس موټر له یوې کرولا موټر سره مخامخ ټکر کړی چې له امله یې ۱۷ کسان مړه او ۲۴ تنه نور ټپیان دي.
چارواکي وایي چې د یو شمیر کسانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.
د کندهار د والي ویاند قدرت الله خوشبخت وایي؛ ټپیان د کندهار ملکي روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي.
باید وویل شي چې د کابل کندهار د لارې د خرابوالي او د موټرو د ګړندي تګ له امله ډیر کله ورته خونړۍ پیښې تکراریږي
















