سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

امریکا به له افغانستانه دویمه سوریه جوړه نه کړي؟/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مارچ 14, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
405
ځلې شریک شوی
81
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

د امریکا د دفاع وزیر تېره ورځ افغانستان ته راغی. دلته یې له چارواکو سره د لیدنې وروسته وویل، چې دوی غواړي له طالبانو سره سوله وکړي. جمیز مټیس ونه ویل، چې امریکا کله له افغانستانه وځي، کله روانې جگړې ته د پای ټکی ږدي او کله دغه نابلل شوي مېلمانه«ناټو، امریکا او نور قراردادیان» له افغانستانه وباسي؟

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په مرکه کې گواښ وکړ، که امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ونه باسي، نو به یې په زور ایستلو ته مجبوره کړي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نن د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړي استازي ضمیر کابلوف هم ورته خبره کړې، چې امریکا د افغانستان له خاورې چین، ایران، منځنۍ اسیا او آن روسیه گواښي. په افغانستان کې د امریکا پراخ حضور سربېره بیا هم داعش پرمختگ کوي، د امریکا او ناټو په الوتکو کې داعشیان له ختیځ نه شمال ته لېږدول کېږي، د مخدره توکو کښت له نورو کلونو په پرتله ډېر شوی او اوس په هغو سیمو کې هم کرل کېږي، چې څو کاله وړاندې پکې چا نه پېژندل.

پرون په اسلام اباد کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ورته خبره وکړه، چې په امریکايي الوتکو کې داعشیان له یوې سیمې بلې ته لېږدول کېږي او ایران دغه اندېښنې څو ځلې له نړیوالو سره شریکې کړي دي؛ خو نه افغان حکومت او نه امریکا پرې غبرگون ښيي.

دا اندېښنې یوازې له روسیې او ایران سره نه دي؛ بلکې چین هم په افغانستان کې د امریکا له دایمي حضور سره مخالف دی. امریکا او چین دواړه اقتصادي دښمنان دي؛ خو چین په جگړو کې ځان نه ښکېلوي او د امریکا خولې ته یوازې په خپلو تولید شویو توکو سوکان ورکوي.

افغانستان د سوریې په برخلیک اخته کېدونکی دی او د دغه برخلیک تر ټولو ډېره ونډه د امریکا او د افغان حکومت پر غاړو ده. امریکا په لوی لاس د سیمې هېوادونه په افغانستان کې جگړې ته راکش کوي، چې ښه بېلگه یې په واخان کې د امریکا بمباري او د یوې اډې جوړولو اعلانونه دي.

افغان دولت دا هر څه په خپلو سترگو گوري. حتا نه یې غندي، نه یې مخه نیولی شي او نه پرې غبرگون ښودلی شي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر له دندې گوښه کړ او پر ځای یې د سي اې ای پوځي مشر د بهرنیو چارو وزیر کړ. امریکا د افغانستان جگړه نوره هم استخباراتي کوي او ورځ تر بلې بېلابېل رنگونه ورکوي.

د جگړې ښکېلې خواوې، نړیوال او د سیمې هېوادونه باید نور امریکا ته ووايي، چې تاسې په کومه پلمه راغلي وئ، هغه پلمې اوس ختمې شوې. ستاسې حضور دلته په شر بدل و او شوی دی. دلته دې د عراق او سوریې لوبه نه گرموي او نه دې ځانونه پر موږ وژني او نه دې موږ وژني.

له سوریې بې سر پوښه تنور جوړ دی او امریکا، روسیه، د سوریې رژیم، ترکیه، ایران، برتانیه، ناټو او د نړۍ گڼ هېوادونه خپلې وسلې د سوریې پر مظلومو خلکو ازمايي.
موږ نه غواړو چې د سوریې په برخلیک اخته شو، بلکې غواړو نور ژوند وکړو او خپل حکومت او خپل چارواکي ولرو.

که امریکا دلته یوه ورځ نوره هم پاتې کېږي، نو د سیمې هېوادونه نور هم حساس کېږي او هغه اندېښنې به یې بې ځایه نه وي، چې امریکا غواړي د جگړې لمن تر چین او روسیې ورسوي.

لوی ټکي: افغانستان کې حضورامریکاخالد رواند سیمې هېوادونو اندېښنېمهم
مخکینې مطلب

کندهار: ترافیکې پیښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بل مطلب

امریکا: ترهغو جګړو ته دوام ورکوو ترڅو طالبان د زور له لارې سولې ته اړ کړو

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com