سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

 د مشرانو جرګه به پر امنيتي وضعیت وير وکړي خو …

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 14, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
151
ځلې شریک شوی
193
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

تبصره

مشرانو جرګې په هېواد کې د امنيتي وضعیت په خرابوالي اندېښنه ښوولې، ويلي یې دي چې په ١٤ ولاياتو کې د وسله والو مخالفينو پر خلاف عمليات دوام لري خو بيا هم په ځینو ولاياتو کې امنيتي وضعه مخ په خرابېدو ده. مشرانو جرګې د امنيتي وضعې پر خرابوالي د اندېښنې په ښوولو سره دا هم ويلي دي که د مخالفو وسله والو بريدونه په همدې ډول دوام وکړي، امکان لري د هېواد امنيتي وضعیت تر دې نور هم خراب شي.

دا اندېښنه يواځې د مشرانو جرګې نه ده. تېره ورځ چې د امريکا د دفاع وزير جېمز مټېس کابل ته په ناڅاپې سفر راغلى او له اشرف غني سره یې ليدنه وکړه، د غني او مټيس په ليدنه کې هم د افغانستان په روانو ناامنيو اندېښنه وښوول شوه چې د پسرلي په راتلو سره به طالبان د تېر په څېر یو ځل بيا خپل بريدونه زيات کړي.

د مشرانو جرګې د اندېښنې وړ موضوع په دې وروستيو کې د ارزګان او فراه ولايتونو مخ په خرابېدونکي امنيتي وضعه ده. د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو په وينا، که په خپل وخت سره  يادو ولاياتو ته اکمالات ونه شي او يا پکې عمليات پیل نشي، طالبان د ارزګان او فراه ولايتونو پر دروازو ورننوتونکي دي.

تراوسه لا طالبانو د خپلو عملياتو د زياتوالي او يا د پسرلي د موسمي عملياتو د پیل اعلان نه دي کړى؛ روان عمليات یې د عادي عملياتو برخه ده. خو که طالبانو په داخلي او بهرنيو پوځونود بريدونه په زياتوالي د پسرلي دعملياتو اعلان وکړ، د مشرانو جرګه به په هېواد کې د امنيتي وضعې په لا خرابوالي وير وکړي.

لا خو طالبانو د پسرلي عمليات نه دي اعلان کړي او د مشرانو جرګه وار له مخه د اندېښنو په ښوولو وير کوي. دا چې د ارزګان او فراه ولايتونو امنيتي وضعه ورځ تر ورځ خرابېږي، دا د هغو ولايتونو د امنيتي پوځونو بايللې روحيه ده. که طالبانو د پسرلي عمليات پیل کړل، بيا به د مشرانو جرګه د ولاياتو په سقوط اندېښنه نه وکړي، بلکې په وير به لاس پورې کړي.

دفاع وزرات سر له اوسه منلې ده چې طالبان د پسرلي په رابره کېدا خپل جګړه ييز تاکيتکونه بدلوي. وايي اوس خو پرمختللې وسلې هم لري، که یې مخه ونه نيول شي، د فراه ولايت د انار درې ولسوالۍ په څېر به نورې ولسوالۍ هم ونيسي.

دا مهال د ١٤ ولاياتو له جملې په ارزګان او فراه ولاياتو کې سختې جګړې روانې دي، چې د خاص ارزګان ولسوالي د طالبانو لخوا محاصره ده. دفاع وزارت د خپلو عملياتو اعلان کړی دى، وايي په هغو سيمو کې جګړه روانه ده کومې سيمې چې وسله والو طالبانو دمخه له حکومته نيولې او اوس یې د عملياتو په دوام ترې راګرځوي. خو د ملي اردو او پوليسو په بايللې روحيه فکر نه کوو چې له طالبانو نيولې سيمې بېرته ونيسي، بلکې امکان لري چې د مشرانو جرګه به د حکومتي ځواکونو د نورو سيمو له لاسه په ورکولو هم وير وکړي؛ خو که طالبانو پسرلني عمليات پیل کړل.

اشرف غني که د امريکا په ډاډ په افغانستان کې پر طالبانو غږ کوي چې د سولې له فرصته دې ګټه واخلي، هغه ډاډ هم نور له منځه تلونکی دی. سپينه ماڼۍ پخپله په دومره ستونزو کې راګيره ده چې د اختلافاتو له امله یې د بهرنيو چارو وزير ریکس ټيلرسن هم له دندې ګوښه کړل شو.

د مشرانو جرګه به د خپل برخليک په اړه هغه وخت وير وکړي چې امريکايي چارواکي په خپلو کې سره اخته شي، او د مجاهدينو د حکومت په څېر موجوده حکومت کورنيو اختلافاتو او خپلمنځي جګړو ته پرېږدي، چې نښې یې سر له اوسه ليدل کېږي.

مخکینې مطلب

چې پلار یې ټرمپ وي.. زوی به یې هم  ټرمپ وي

بل مطلب

د ارګ له خوا بلخ ته ټاکل شوی والي لا هم د ولایت په انتظار شپې سبا کوي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com