پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د طالبانو په ضد پيل شوې نوې او همغږې تبليغاتي جګړه

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
دسمبر 7, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
1
10
ځلې شریک شوی
119
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

  کابل ټکی کام ۱۶لېندۍ/۱۳۹۴، ليکنه: بدرالافکار
د طالبانو بېلابيلو دښمنانو لکه امريکا او د امريکا لويديځ او سيمه ايز ملګري، د کابل ګډ حکومت، شمالي ټلواله او په مجموع کې د امريکايانو افغاني دوستان او د طالبانو نورو زړو او نوو دښمنانو  د طالبانو په ضد پراخه تبليغاتي جګړه پيل کړې ده ، په دغه جګړه کې د دغو بېلابيلو لورو تر منځ يو ډول نا اعلان شوې همغږي له ورايه څرګنديږي. مثلاً کوم تبليغات چې د طالبانو په ضد امريکايان کوي هغه تبليغات ګډ حکومت ، شمالي ټلواله ،او د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم کوي.
کوم تبليغات چې د ګډ حکومت د استخباراتي سازمان له لوري په لاره اچول کيږي ، همغه تبليغاتو ته د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم هوا ورکوي. د بېلګې په توګه : ګډ حکومت وايي چې طالبان د سيمې له استخبارتو سره ارتباط لري ، او د طالبانو زاړه او نوي دښمنان هم دغه ادعا او تورونه تکراروي. د ګډ حکومت چارواکي وايي طالبان او امريکايان سره جوړ دي ، د قطر دفتر او د طالبانو او امريکايانو تر منځ د بنديانو تبادله يې يو مثال وړاندې کوي ،د طالبانو زاړه او نوي دښمنان هم کټ مټ دغه تور تکراروي.
همدغه راز کوم تورونه چې د امريکايانو ، د سيمې د استخباراتو او د ګډ حکومت د چارواکو او استخباراتو له لوري د طالبانو په نوي زعامت پورې کيږي، ورته تورونه د طالبانو نور زاړه او نوي دښمنان هم پورې کوي.
د شنونکو له آنده اوس په دغه حقيقت د نړۍ جهادي حرکتونه ، د طالبانو د تحريک مسؤلين او افراد او عام افغانان تر ډيره بريده پوه شوي او د طالبانو ټولو دښمنانو ته په يوه سترګه ګوري او داسې فکر کوي چې د دوی ټولو هدف او مقصد يو دی او هغه د طالبانو کمزوري کول او له منځه وړل، دوی يو بل ته لاس ورکړی ، له يو بل سره پټه همکاري او همغږي لري او دغه ټکی د طالبانو د دريځ له پياوړتيا سره مرسته کوي او د دغه بېلابيلو اړخونو همغږي تبليغاتي جګړه يې د طالبانو په ضد تر ډیره بريده بې اغيزې کړې او ورځ تر بلې بې اغيزې کيږي.
دغه شنونکي زياتوي چې طالبان له دوه ډوله تبليغاتو څخه په استفادې کولای شي چې د خپلو دښمنانو د دغه پراخ تبليغاتي يرغل مخه ونيسي:
اول ـ دفاعي:
په دغه تبليغاتو کې بايد طالبان د خپلو دښمنانو ټولو نيوکو ته په خپل وخت مدلل ځوابونه ووايي او د تورونو د ناسم ثابتولو لپاره يې پياوړی استدلال او شواهد وړاندې کړي.
دویم ـ هجومي:
په دغه تبليغاتو کې بايد د دښمنانو کمزورۍ ، له اسلامي شريعت او ملي اصيلو ارزښتونو سره په ټکر کې د دوی له دريځونو ، اقوالو او افعالو څخه پرده پورته او خلکو ته څرګند کړای شي . په دغه تبليغاتو کې بايد له ټولنيزو شبکو ، ويډيو ګانو ، راډيويي خپرونو ، صوتي پيغامونو ، ترانو او چاپي موادو څخه کار واخيستل شي. په چاپي موادو کې بايد کتابونه ، د اسلامي شريعت له مخې ليکل شوې فتوی ګانې او داسې دعوتي او تبليغاتي پاڼې وي چې هم ساده وي او هم تصويري او په کومو سيمو کې چې خلک انټرنيټ ته لاسرسۍ نلري هلته بايد دعوتي او تبليغاتي مواد په پراخه پيمانه توزيع شي.
طالبان بايد د پنډو پنډو رسمي جريدو او مجلو پر ځای چې ډير لګښت هم لري او په لږ تيراژ کې چاپيږي ، داسې دعوتي پاڼې ترتيب کړي چې هم شرعي فتوی ګانې پکې وي او هم نورې ګټورې ليکنې او هم داسې تصويرونه پکې وي چې د دوی د دښمنانو له اسلام ضد او بشر ضد کړنو څخه حکايت کوي.
لنډه دا چې طالبان بايد هڅه وکړي چې خپل تبليغاتي مواد په هيواد کې دننه ډير زيات توزيع او د هر چا تر کوره يې ورسوي. زياتره افغانانو ته د طالبانو د نوو جرياناتو په اړه د تلويزيونونو او راډيوګانو له لوري ډير تحريف شوي او ناسم معلومات ورکول کيږي ، دغه ناسمو او تحريف شوو معلوماتو د طالبانو هغو خواخوږو او پلويانو ته چې انټرنيټ ، ټولنيزو شبکو او د طالبانو نورو دعوتي موادو ته لاسرسۍ نلري او په سيمه کې د طالبانو فعاليتونه هم کم دي ، ډير زيات تشويش او شکونه پيدا کړيدي. سره له دې چې دغه ناسم تبليغات به د اوس لپاره ونشي کولای چې د خلکو ذهنيت د طالبانو په اړه بدل کړي خو که طالبان يې په وړاندې اغيزمن او جدي اقدامات ونکړي شونې ده چې کرار کرار د ولس ذهنيت د طالبانو په اړه د دوی دې دښمنانو د تبليغاتو تر بشپړې اغيزې لاندې راشي.

یادونه: ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې مقالې د ادارې ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

د يخنۍ له زور سره نا امنيو هم زور واخيست

بل مطلب

اسرائیلو پرون د موساد جاسوسي ادارې لپاره نوی مشر وټاکه

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

Comments 1

  1. الحاج استا ذ بیانزی says:
    10 کلونه مخکې

    دیره په ځای لیکنه وه ، سره د دی چه زه باور لرم ، طالبان هم پخوانی طالبان نه دی هغه پخوا تجربی خو څه اوس د نوی وحشت سره یی یوه نیمه لسیزه په نارینتوب او بریالیتوب تیره کړه ، دا معنی چه دوی یوآځی جنګ کی نه بلکه په نظم او دیسپلین کی هم تر پخوا ډیر مخکی والی لری ، خو د دی سره سره د ډیر تاکید ، تاکید کول ورته ډیره ګټه لری او هغو ته ګټه مظلوم اولس ، امت مسلمه او مظلوم بشریت ته مرسته رسول دی اوسنی جنګونه ځانله د کفر او اسلام جنګ نه بلکه د مړو او غریبو تر منځ جنګ هم دی ، څومره چه دغه نړیوال وحشیان د خپلو هیوادو غریب استثماروی مونږ لا نه استثماروی صرف دومره توپیر چه دهغو هیواد سیاسی قدرت ددوی په واک کی دی داسی شرایط او قوانین یی ورته چوړ کړی چه استثمار یی قانونی بڼه لری یعنی که د دوی استثماری برخه نه ورکوی مجازات ورکول کیږی ، دا چه د اسلام او اسلامی نظام سره دشمنی لری همدا چه اسلام د غلامی ، استثمار ، فساد او فریب کاریو سره جوړه نه شی کولی اسلام د سولی ، عدالت او خپلواکی دین او نظام دی کوم چه د دوی د استثمار ، بی عدالتیو ، فساد او جنګونو او غلامیو سره په مخالف قطب کی قرار لری . د دی الهی او شیطانی نظامونو شریکوالی هم نه کیږی یا به یو او یا به بل وی جنګ او سوله روغه نه شی کولی عدالت او بی عدالتی روغه نه شی کولی فساد او اصلاح یو بل محوه کوی مننه

    ځواب

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com