میدان وردګ: طالبانو، کمانډوځواکونو ته تر چاپې وروسته تلفات اړولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۴ فرید افغان)

راپورونه وایي چې، طالبانو د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د توکرک سیمه کې له کمانډوځواکونو سره سخته جګړه کړې.
له سیمې څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې تیره شپه کمانډوځواکونو غوښتل چې پر طالبانو چاپه واچوي چې د مقابل غبرګون سره مخ شوي.
سیمیز خلک وایي؛ طالبانو له کمانډو ځواکونو سره سخته جګړه کړې او هغوی یې شاتګ ته اړ کړي.
طالب ویاند ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي؛ کمانډو ځواکونو پر ملکي میشت ځایونو چاپه وهلې چې له مقابل غبرګون سره مخ شوي.

طالبانو ویلي چې د چاپې په موخه راغلو عسکرو د خلکو ۲ کورونه نړولي، چې بیرته دګرځيدو په وخت کې د خواجه بلند سیمه کې یې پرې چاودنې کړې.

طالبانو د ۹ کمانډو عسکرو د وژلو او د هغوی د یو هایلکس موټر او یو هاموې ټانګ د ویجاړیدو خبر هم ورکړی.
د میدان وردګو ځایي چارواکو په دې تړاو تر اوسه کوم سپيناوي نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button