دوهم تعقيب: د کابل بريد کې بهرنيو روزونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۶) نن سهار د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې مربوط د سرک نو سيمه کې د امريکايي روزونکو پر یوه موټريز کاروان سرتيری بريد کې بهرنيو روزونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي وايي، برید د يوې بهرنۍ کمپنۍ په کارمندانو شوی خو نوموړي هغوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه کړې.

نوموړی وايي، په دې بريد کې دوه موټر زيانمن شوي دي.

عيني شاهدان وايي، سرتيري بريدګر په سيمه کې د يوې بهرنۍ کمپنۍ استادان په نښه کړي چې افغان ځواکونو ته يې روزنه ورکوله.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، بريد د بهرنيو روزونکو په موټريز کاروان شوی چې له کبله يې د بهرنيو ځواکونو يو موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوی او پکې (ټول سپاره بهرني اشغالګر ) وژل شوي دي.

په ټولنيزو رسنيو د بهرنيو ځواکونو د هغه موټر انځورونه خپاره شوي او پکې ښکاري چې موټر ويجاړ شوی او اور پرې بلېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button