لیکنه: مولوی ضیاءالحق صدیق یار
دستاربندی “پګړۍ” هغه لوی سعادت او ویاړ دی چه الله تعالی یی په خپلو بندګانو کې هرچاته نه ورکوی بلکې دا لوی ویاړ یی خپلو مخلصو بندګانو ته ساتلی ؤ (ذالک فضل الله یوتیه من یشاء) یعنی دادالله فضل دی چاته یی چه خوښه شی ورکوی یی.
نوجوان فاضله! که له یوی خوا دخوښۍ شیبې دی ځکه ستا هغه ونه چه دولس او دیارلس کاله مخته دی کینولې وه نن یی ثمره او میوه په لاس درځی.
خو له بلی خوا دادخوښۍ شیبې نه بلکه دغم شیبې دی، مخته به چه کله طالب وی دشپې به دمطالعه وکړه اوبیغمه به دبیسترې په غیږکې ویده شوی، یوازی اویوازی همداغم درسره ؤ چه څنګه خپل درسونه ووایی خونن بیا ستامسؤلیت ډیر دروند شو دکابل حضرت صاحب مبارک چه کله په نورالمدارس کې طالبانو ته سندونه ورکول طالبانو ته به یی ویل داشهادتنامه نه بلکه مسؤلیتنامه ده.
نور نوجوان فاضله! ستاپه سرسپینه پګړۍ نه بلکه اژدها مار دی کله دی هم چه خلاف قدم کیښود ټک درکوی او خوری دی.
نور فاضله! آرام خوبونه نه شی کولای حضرت امام ابویوسف رح به اکثره حصه دشپې په مطالعه مشغول ؤ یو چاتری پوښتنه وکړه حضرت امام صاحب تاسو ولی خوب نه کوی ده جواب ورکړ ډیرې سترګې په دی اُمید ویدې دې چی ویښې سترګې شته نو نوجوان فاضله ستاپه انتظار هم دمظلوم ملت ټول وګړی دی.
عوام وروڼه په دی انتظار دی چه طالبجان نور دعلم نه فارغ شو نوربه زموږ او زموږ داولادونو اصلاح کوی، بندیان په دی انتظار دی چه اوس به نوجوان فاضل راځی او دزندان دروازی به ماتوی، شهیدجانان په دی انتظار ده چه نور دطالبجان درسونه تمام شول اوس به زما انتقام له مکاردښمن نه اخلی، دنړی مستضعفین اومظلوم مسلمانان بیا دتنکو طالبانو په انتظاردی چه مکار ه کفری نړی به څه وخت ماتیږی او موږ به دآرام ساه اخلو.
نوجوان فاضله! نور دپیغمبر وارث شوی دهغه لاربه تعقیبوی او دهغه سنت به دخپل ژوند په هره برخه کې دلارې بل مشال ګرځوی.


















