کورنيو مطبوعاتو ته لنډه کتنه

د کابل چاپ نننيو ورځپاڼو تر ډيره په سوله او په هيواد کې د امريکايي او ګډو ځواکونو له لوري په سره شويو وحشتونو خبرې کړې دي، دلته ترې د ځينو ورځپاڼو د سرمقالو غورچاڼ را اخلو.
اصلاح:
اصلاح دولتي ورځپاڼې د نن ورځې په سرمقاله کې په کابل پروسه کې طالبانو ته د اشرف غني د سولې وړانديز ستايلی او ويلي يې دي چې دا يو بې سابقې پيشنهاد و چې د نړيوالو سازمانونو لخوا يې هم استقبال وشو.
د مقالې ليکوال وايي سره له دې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا او د ناټو سازمان مشرانو په طالبانو د دې پيشنهاد د منلو غږ شوی خو د طالبانو له لوري داسې اشاره نه ده ليدل شوې چې له دولت سره د سولې کولو اراده ترې ښکاره شي، ليکوال وايي طالبان تر هغو له کابل ادارې سره سولې ته چمتو نه دي، تر څو چې خارجي پوځونه دلته موجود وي، خو ځينې داسې روايتونه هم شته چې وايي طالبان ځکه سولې ته امادهګي نه ښيي، چې د جګړې له لارې د کاميابۍ هيله لري.
ويسا:
د ويسا ورځپاڼې په سرمقاله کې په کونړ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د ماشومانو شهادت او په ننګرهار کې د ګډو ځواکونو لخوا د بزګر شهادت ته په کتلو ويل شوي چې امريکايان غواړي دغه جګړه نوره هم اوږده کړي.
مقاله ليکونکی ليکي: (امريكا برالا په سيمه كې موخې لري، زموږ په كور او كلي كې د وحشتونو دوام د دوى په اند د دوى د موخو د ترلاسه كولو لپاره ضروري دى؛ ځكه خو امريكايي ځواكونه قصداً داسې جنګي ماموريتونه تر سره كوي چې پايله يې په ولس كې د نظام پر خلاف د كركو پارول او د جګړو توندېدل دي)
مقاله وړاندي وايي چې دغسې اعمال که د افغان ځواکونو له لوري له بهرنيانو سره په ګډه او يا يوازې د دوی په لاس ترسره کيږي؛ نو نه يوازې امنيتي ځواکونو، بلکې د حکومت او اولس تر منځ واټن به نور هم زيات کړي او دوی به هم په اولس کې د شوروي د يرغل د مهال په څير په اولس کې تجريد شي.
د ليکوال په اند دغه حال هيچا ته ګټه نه رسوي، (آن امريكايان چې د نړۍ د لاندې كولو خوبونه ويني، كه دغه ډول افغان وژنې ته دوام وركړي، زر به يې له منفي پايلو سره مخ شي)
هيواد:
د هيواد ورځپاڼې سرمقاله هم د اشرف غني د سولې په طرحه راڅرخېدلې، د مقالې ليکوال دغه طرحه په داسې حال کې د طالبانو لپاره مهم فرصت او د بې بيلګې امکاناتو برابرونکې بولي او له دغې طرحې د امريکا په مشرۍ د نړيوالې ټولنې او ناټو د هرکلي يادونه کوي چې طالبان له تيرو ۱۷ کلونو راهيسې له همدې ناټو او امريکا سره په مبارزه بوخت دي.
ليکوال ليکي د بهرنيو ځواکونو د قومندان نکولسن له خبرداري، چې که طالبان سوله ونه کړي نو هوايي او مځکني عمليات به نور هم شديد شي او د اشرف غني له بې بيلګي وړانديزونو سره سره د طالبانو ځواب نه ويل به د دې لامل شي چې (د ليکوال په فکر) طالبان د افغان مجهزو ځواکونو له لوري وځپل شي.
ليکوال د ناټو د وياند په څير طالبان ويروي چې د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه هم د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، نو که طالبان سوله ونه کړي، د جګړې په ډګر کې به سخت زيانونه وګالي، تر پخوا هم ډير! له دې امله د طالبانو لپاره ښه وخت دی چې سوله وکړي.
انيس:
انيس ورځپاڼې په نننۍ سرمقاله کې د پاکستان د ملي امنيت له مشاور سره د اشرف غني مجلس ته په کتلو ويلي چې کابل اداره د سيمه ييز مخالفت پر ځای د سيمه ييز انډول او يووالې په لټه کې دی. ليکوال وايي اشرف غني په داسې حال کې له پاکستاني چارواکي سره ويني او ده سيمه ييزې ملګرتيا په تلاش کې دی چې په ځلونو يې د پاکستان په سياست انتقاد کړی او ويلي يې دي چې افغانستان او پاکستان په يو نا اعلان شوې جګړه اخته دي، خو اسلام اباد دې په دې ټولو سطحي تيريږي، (افغانستان داسې هيواد دی چې کلونه په نيابتي او تحميلي جګړه کې ښکېل دی، چې د دې جګړو ادامه به د وخت په تيريدو سره سيمه ييز مخالفت نور هم زيات کړي)
د ليکوال په اند وحدت ملي حکومت په دې بنا خپل بهرنی سياست په پنځو مشخصو حلقو تعريف کړی، ترڅو د واضحو سياستونو په لرلو سره له همسايه، سيمه ييزو هيوادونو او نړۍ سره ښه روابط ولري، ځکه خو هڅه کوي سيمه ييز مخالفت په سيمه ييز يووالي بدل کړي او د هيواد د سيمه يیزو هيوادونو د اتصال د نقطې حيثيت بيرته ترلاسه کړي.
د مقالې ليکوال د بهرنيو ځواکونو له يادولو پرته ليکي چې په سيمه کې ثبات او د امنيت تأمين هغه اساسي او با اهميته موضوع ده چې نه يوازې افغانستان، بلکې ګاونډي هيوادونه او ټوله سيمه ورته اړتيا لري.
تميم توفيق



