یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

په کابل د برېښنا پريکولو په تړاو د طالبانو غوښتنې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 19, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
673
ځلې شریک شوی
92
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۸) طالبانو پرون ناوخته له تاجکستان څخه کابل ته واردېدونکې برېښنا په کندوز ولايت کې پرېکړې او تازه د (اسلامي امارت د برېښنا ادارې) له لوري په دغې تړاو يوه اعلاميه خپره شوې چې پکې د خلکو د ستونزو د حل په موخه غوښتنې شوي دي.

د برېښنا ادارې له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې له تېرې ډېرې مودې راهيسې د امريکايانو او دولتي ځواکونو له لوري په هغو خلکو ظلمونه کېږي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې ژوند کوي، د عامو خلکو پر ميشت ځايونو، مدرسو، بازارونو، روغتيايي مرکزونو شپني عمليات کوي او په قصدي ډول يې بمباري کوي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

اعلاميه زیاتوي، (کله بیا په دغو سیمو کې د تعلیم او تربيي، بريښنا، صحت او نورو خدماتو د وړاندې کولو مخه نیول کیږي، دا چې اسلامي امارت د خپلو خلکو د ټولو حقوقو د ساتلو مسئولیت لري، نو اجازه به ورنه کړي چې تر کنترول لاندې سیمو کې يې خلک قصدا د دښمن لخوا مشکلات وګالي).

د برېښنا ادارې ويلي، دغه اقدام يې د دولت له خوا د کندز او بغلان په ولايتونو کې د برېښنا او نورو خدمتونو د مخنيوي په غبرګون کې کړی او تر هغې چې بېرته په يادو سيمو کې منظورې شوې پروژې پيل شوي نه وي تر هغې به په کابل به هم برېښنا بنده وي ځکه (د خارجي یرغلګرو او کورنیو دښمنانو ټول غټ مرکزونه، نظامي قطعات او استخباراتي ځالي پکي دي، ترڅو د خلکو ستونزې درک کړي او د خپلو ناکامیو انتقام له عام ولس څخه وانخلي).

په اعلاميه کې د خلکو غوښتنې په لاندې ډول ذکر شوي دي:
۱ــ د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د بريښنا ستونزه باید هر ژر حل شي، د برق مزي ترميم او برق يې بیرته تقويه کړل شي.
۲ــ د ګل تيپې د ساحې د برق مشکل دې فعلا داسې حل شي چې د تلوکی له سیمې څخه ورته بريښنا ورسول شي.
۳ــ کله که د بريښنا په شبکه کې کوم مشکل رامنځته کیږي باید په عاجل ډول رسیدګي ورته وشي او ستونزه رفعه شي.
۴ــ څو ورځې وړاندې د مرکز اړوند کنم سیمه کې د برق جریان قطعه شوی کله چې د برق د جوړیدو لپاره د برق اینجینر واستول شو د دښمن لخوا په ډزو شهید کړل شو، باید بیا داسې پيښه تکرار نشي.
۵ ــ څو ورځې وړاندې د چهار درې په ولسوالۍ کې د ځينو سیمو څخه بريښنا قطعه شوې، کله چې د سیمو سپين ږیرو د برق د ترمیم غوښتنه کړې وه، د کابل ادارې د مسئولینو لخوا تهدید شوي وو، چې باید بیا داسې څه تکرار نشي.
د بغلان په ولایت کې د خلکو ستونزې:
۱ــ د پلخمري ولسوالۍ د دهنه غوري سیمې برق قطع شوي باید د خواجه الوان سیمې څخه بیرته بريښنا ورکړل شي.
۲ــ د عمر خیلو اکا خیلو د سیمو د بريښنا رسولو منظوري ورکړل شوي، خو د کار مخه يې نیول شوي باید عاجل اجازه ورکړل شي.
۳ــ د بالادوري مکتب او بي بي آئینه سیمو کې د ټرانسپرمرونو او لینونو ستونزې پيدا شوي چې باید حل کړل شي.
۴ـــ له هغو سیمو څخه چې ټرانسپرمرونه د ترمیم لپاره وړل شوي باید ترمیم او بیرته خپلو سیموته ورسول شي.
ترهغو چې د خلکو پورته مشروع غوښتنو ته پاملرنه ونشي اسلامي امارت هم د خپل ولس په غوښتنه په کابل باندې بريښنا قطع ساتي، مسئولیت يې د کابل ادارې چارواکوته راجع دي.

لوی ټکي: برېښنا ادارهبغلانطالبانکابل برېښناکندز
مخکینې مطلب

د نوروز د ورځې لمانځل حرام دي

بل مطلب

فراه: په عملیاتو کې دولتي ځواکونو، ولسي خلکو او طالبانو ته د سر دروند زیان اوښتی

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
افغانستان

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com