فراه: په عملیاتو کې دولتي ځواکونو، ولسي خلکو او طالبانو ته د سر دروند زیان اوښتی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)

د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ کې د ظفر قول اردو او کمانډو ځواکونو له خوا پیل شوي عملیات له خنډ سره مخ شوي.
سیمیزې سرچینې وایي، چې په دې عملیاتو کې طالبانو له دولتي ځواکونو سره مخامخ مقاومت کړی چې په خبره یې مرګ ژوبله هم لري.
سرچینې وایی چې ځایي طالبانو له عملیاتي له قوې سره هغه مهال جګړه پیل کړه، کله چې هغوی د ولسي خلکو د کورونو په ویجاړولو پیل وکړ.
ځایي خلکو رسنیو ته ویلي چې، دولتي ځواکونو د ولسي خلکو لسګونه کورونه او دکانونه په بیلدوزرو نړولي دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۲ ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.
ولایتي ادارې تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
طالبانو ویلي چې د عملیاتي قوې ۳۶ عسکر یې وژلي او ۴۵ نور ټپیان دي.
طالبانو د دولتي ځواکونو د یو شمیر وسایطو د ویجاړۍ سربیره د ۲۰ میله اسلحو د نیولو خبر هم ورکړی.
طالبانو د خپلو ۳ملګرو د وژلو کیدو او ۵ نورو د ټپي کیدو پخلی هم کړی.

د فراه ځایي چارواکي په دې وروستیو کې د طالبانو له سختو بریدونو څخه تنګ راغلي او له مرکزي ادارې څخه د پراخو عملیاتو د پیل غوښتنه کوي.
د دې ولایت مرستیال والي وایي، چې موږ په ورځ کې لسګونه تلفات ورکوو خو د مرکزي ادارې له خوا امر شوی چې باید لږه فیصدي یې رسنیزه کړو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button