یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

د نوروز د ورځې لمانځل حرام دي

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مارچ 19, 2018
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات
0
144
ځلې شریک شوی
337
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه: شاکر همدرد

دا چې لله الحمد موږ مسلمانان یو او په یوه سوچه اسلامي ټولنه کې مو زیږنده شوي، لوی شوي یو او اوسو؛ نو خامخایي ده چې د اسلام قوانین پر ځان لازم وګرځوو، قران، سنت او د حقاني علماوؤ اقوال د لارې مشال جوړ کړو او د دوی په پیروي کې د ژوند چارې ترسره کړو.

دا هم ولولئ

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

زموږ لپاره بایده دي چې د اسلام اوصولو ته غاړه کیدو اعراض ترې ونه کړو، د کوم څه کولو یې چې ویلي وه یې کړو او له کوم څه چې یې منعه کړي یو ځان ترې وساتو.

اوس راځو دې خبرې ته چې ایا د نوروز ورځ لمانځلو ته اسلام اجازه ورکوي او کنه؟

خو مخکې له دې چې د نوروز په حلت او حرمت وغږیږو، د نوروز په تعریف او تاریخ لږه رڼا اچوو.

د نوروز تعریف:
نوروز د فارسي کلمه ده چې د نوی ورځې په معنا دی ځکه الطحاوی علی مراقي الفلاح لیکي: و اصله نوروز و معناه الیوم الجدید، فنو بمعنی الجدید و روز بمعنی الیوم. [الطحاوی علی مراقي الفلاح جـ ۱ صـ ۴۲۶]
ژباړه: دنوروز اصل نوروز دی د نوي ورځ په معنا دی يعني داچي نو د نوي په معنا دی او روز دورځي په معنا دی.
د ځينو مؤرخينو له انده نوموړي كلمه د نوبهار څخه را اوښتي ده يعنې په لومړيو كي نوبهار وو د وخت په تیریدو سره په نوروز باندې بدل شو.
نوبهار: دغه لفظ په لومړيو کې د هغه اتشكدې نوم و چي د زردشت او ذوالقرنين تر مړينې وروسته (۵۸۳) كاله تر ميلاد وړاندې په بلخ کې جوړه شوه او په نوبهار باندې ونومول شوه بيا د مجوسيانو لخوا د هغه ورځې لپار نوم كېښودل شو چې دوى به د دغه اتشكدې د پيل د ورځي د درنښت په موخه لمانځله، د اور عبادت به يې پكې كاوه او اختر به يې ورته وايه. يا په بل عبارت دوى دغه ورځې ته پدې موخه ارزښت وركاوه او لمانځله يې چي د اور د عبادت لومړۍ ورځ وه.

د نوروز تاريخ: د نوروز د تاريخ په اړه اسلامي مؤرخين وايي: نوروز د اور عبادت كونكو او مجوسيانو ۴۸۳ كاله تر ميلاد وړاندې پيل كړي چې هر كال به په اذربايجان، ايران اوبلخ کې به د اور د عبادت كونكو لخوا لمانځل کیده. [الملل والنحل جـ ۱ صـ ۲۳۸]
خو کله چې ۲۶۰ كاله تر ميلاد وړاندې د هندوستان يو بودايي پاچا امپراطور اشوک پر افغانستان باندې يرغل وكړ او تر خپل ګورت لاندې يې راوست؛ نو نوبهار تشكده يې بنده كړه او متوليان يې ووژل. بيا نوموړي پاچا په لسګونو لوى او كوچني بتان په دغه اتشكده كې ودرول چي تر (۶۵۲ ـ م) پورې چي د (۳۲هـ) سره سمون خوري همداسې د بودايانو عبادت ځاى و. كه څه هم اشوک پاچا دغه اتشكده په بت خانه بدله كړه خو بيا هم مجوسيانو د پاچا په پټه دغه ورځ په خپلو كوچنيو او پټو اتشكدو كې دغه ورځ لمانځله او د اختر خوشالي به يې كوله.
خو كله چي په (۳۲ هـ ) كال کې په بلخ کې د اسلام سپېڅلى دين وځلېده يعنې د حضرت عثمان (رض) په خلافت کې د احنف بن قيس تميمى (رض) په لاس باندې بلخ فتحه شو او د اسلام پياوړى مركز يې ترې جوړ كړ؛ نو نوموړې بت خانه يې خپله په هغه مسلمان شوو بودايانو ماته كړه چې نوي د اسلام د مبين دين په خوند پوه شوي وه د اسلام د دغه ځلا سره په حق پوهیدونكي افغاني ملت ټولو باطلو دينونو ته په رښتياني ډول شا وروه ګرځوله او د اسلام سره يې خپله مينه ښكاره كړه د نوروز ټولې لمانځنې يې تر شا كړې بلکې كومې ورځې چې اسلام سپېڅلي ورته ښودلي وې هم هغه يې لمانځلې ان تردې چې د (۳۲هـ) څخه تر (۴۴۷ هـ ) پورې په ټول افغانستان کې د نوروز ورځ نه چا پیژندله او نه يې لمانځه. [الملل والنحل جـ ۱ صـ ۲۳۸]

خو كله چي په (۴۴۷ هـ ) كي داهل تشيعو نوموتي متعصب معزالدولة ديلمي واک ته ورسېده يو خو يې د حسن حسين د مياشتې لسمه يعنې د حسنينو د شهادت په ورځ د تورو كالو اغوستل، د بازار بندیدل او د مارش په ډول دغه ورځ په توره ورځ لمانځل دود كړل. تاريخ الخلفآء په (۲۷۴) صفحه كي لیکی چي: ديلمي خطيبانو ته امر وكړ چې پر معاوية، حضرت ابوبكر الصدیق (رض)، حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان(رض) باندې په خطبه کې لعنت ووايي (العياذبالله) او بل يې د اكار وكړ چې يوه ودانۍ يې دعراق په نجف ښار کې د حضرت علي(رض) د مزار په نامه او يوه ودانۍ يې په بلخ كي دده مبارک د زيارت په نامه جوړه كړه؛ خو دا تشه موهومي ودانۍ ده يعنې دا چې نه دلته د علي(رض) مزار شته او نه د بل چا مړى دلته دفن دی، دا يوازې قبر ته ورته خالي قبر ودان دی نور هيڅ دلته نشته، همدا ډول نوموړي متعصب واكمن يو بل كار دا وكړ چې د نوبهار ورځ يې په نوروز بدله كړه او د دغه ورځې لمانځل يې بيا را ژوندي كړل، په زيارت کې يې د جنډې پورته كیدل دود كړل او دا خبره يې مشهوره كړله چې كوم ړوند سړى په دغه مراسمو کې ګډون وكړي؛ نو بنا به شي؛ خو بالاخرة دغه ورځ لمانځنه عامه شوه او په ټولو حكمتونو كې پر خپل ځاى پاتې شوه ان تر دې چي د افغانستان د ملي ورځو څخه وګرځول شوه.
خو کله چې طالبان د ګران افغانستان په خاروه واکمن شول؛ نو د طالبانو د واكمنۍ پر مهال پر دې ورځ بانديز ولګیده او منعه اعلان شوه؛ خو كله چې د طالبانو حكومت سقوط وكړ؛ نو د نوي ادارې په را منځته كیدو سره د نوروز ورځ بيا خورا عامه شوه او تر ننه یې ډیرۍ خلک لمانځي.

د اسلام له نظره نورزو لمانځل قطعا حرام دي.

كوم وخت چې د اسلام سپیڅلى دين وځلیده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې دوې ورځې وليدې چي يوه د نوروز په نامه وه او بله د مهرجان په نامه وه؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ورځو د لمانځلو څخه خلک منعه كړه او دوى ته يې وفرمايل: الله (ج) د دغه ورځو په بدل کې تاسو ته تر دغه غوره ورځې دركړي چې يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د كوچني اختر ورځ ده؛ ځکه په يوه حديث کې راځي: عن انس(رض) قال: قدم رسول الله(ص) المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال: ما هذان اليومان قالوا کنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم قد ابدلکم الله بهما خيرا منهما يوم الاضحى‌ ويوم الفطر . [رواه ابوداؤد کذا في المشکوة جـ ١صـ ١٢٦]
ژباړه : انس رض فرمايي: رسول الله (ص) چې مدينې ته تشريف راوړ د مدينې خلكو په دوو ورځو کې خوشالۍ کولې. رسول الله (ص) ورته وفرمايل: دا کومې دوې ورځې دي؟ دوى ورته وويل: موږ د جاهليت (کفر) په وخت کې په دغه ورځو کې خوشالۍ کولې رسول الله ورته وفرمايل: الله (ج) دغه ورځې په دوو داسې ورځو سره دربدلې کړي چې تر دغه ورځو غوره دي يوه د لوى اختر ورځ ده او بله د کوچني اختر ورځ ده. دپورتني حديث په تشريح کي اشعة اللمعات ليکي: دغه ورځې چې د مدينې خلكو لمانځلې يوه د نوروز ورځ وه او بله د مهرجان ورځ وه. [اشعة اللمعات علی المشکوة جـ ١ صـ ٦٤٣]

همدا ډول ملا علي قاري (رح) د دغه دوو ورځو په تعين کې فرمايي: وهما يوم النيروز والمهرجان .[مرقاة جـ ٣ صـ ٥٤٣]
ژباړه: هغه دوې ورځې چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منعه کړي دي يوه د نوروز ورځ ده او بله د مهرجان ورځ ده.

نوروز لمانځل نه يوازې دا چې په ښکاره احاديثو سره يې منعه ثابته ده بلکې دټولو اهل السنة والجماعة د علماوو پرې اتفاق دی چي د دغه ورځې لمانځل د کفارو دود وو او د کفارو دود را ژوندي كول جائز نه دي.

مخکینې مطلب

راشد خان: هڅه کوو سبانۍ لوبه له عربي اماراتو وګټو

بل مطلب

په کابل د برېښنا پريکولو په تړاو د طالبانو غوښتنې

ځانګړي مطالب

په زړه پورې معلومات

د NexDock کمپنۍ نوی سمارټ فون جوړ کړی «کمپیوټر ستاسو په جیب کې»

نشرونکی: ح جلال
جنوري 24, 2026
په زړه پورې معلومات

چين د مرغانو په بڼه نوي ډرونونه جوړ کړي

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 4, 2025
په زړه پورې معلومات

نوی ضد مرمۍ ټوکر چې يواځې د مرمۍ لګيدو پر وخت کلکيږي

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 24, 2025
په زړه پورې معلومات

آلبانیا د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځيرکتیا روباټ د کابینې وزیر په توګه وټاکه

نشرونکی: ح جلال
سپتمبر 14, 2025
په زړه پورې معلومات

د نړۍ تر ټولو ستر ماشين «بګر ۲۹۳»

نشرونکی: ح جلال
اگست 11, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com