د پکتيا استازي: پاکستاني پوځيانو افغان خاوره کې پوستې جوړې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۸) په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازې راضيه سادات وايي، پاکستاني پوځيان درې کيلو متره د افغانستان خاورې ته داخل شوي او هلته يې پوستې جوړې کړي دي.
سادات د ولسي جرګې به ننۍ غونډه کې وويل، چې څه موده مخکې پاکستاني پوځيانو خپلې پخوانۍ پوستې خوشې کړې او درې کيلومتره د افغانستان خاورې ته راوړاندي شوي، هلته يې نوي پوځي مرکزونه جوړ کړي دي.
نوموړې زياته کړه، په دې مسله د افغان دولت چوپتيا دا په ډاګه کوي چې یا خو حکومت کمزوری دی او يا يې په دې اړه له پاکستان سره معامله کړې ځکه يې په اړه هيڅ غبرګون نه ښيي.
هغې په دې اړه له حکومت څخه د جدي اقدام غوښتنه وکړه او په خبره يې که حکومت له دې چارې عاجز وي نو د پکتيا ولسونه دې پريږدي چې د خپل حق غوښتنه په خپله وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې يوه نيمه اوونۍ مخکې هم د ولسي جرګې يو شمير غړو ويلي و چې له تيرو اوولسو کلونو راهيسې د پاکستان پوځ په افغان خاوره کې مخته تګ کوي او نږې د دواړو هېوادونو د سرحدونو په ځينو برخو کې يې تر لس او پنځلس کيلو متره مخکې راغلي دي.
څو ورځې مخکې داسې راپورونه ورکول شول، چې امريکايانو ډيورنډ کرښې ته نږدې پوستې پاکستان ته سپارلي خو حکومت يې په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان پوځ له لوري پر افغان خاوره د تيري راپورونه ورکول کېږي بلکې تر دې مخکې هم د ولسونو استازو ويلي چې پاکستاني پوځيان په افغان خاوره کې پوستې جوړوي او د افغانستان ځينې سيمې يې لاندې کړي دي.



