(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)
د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي چې ، د دې ولایت د احتمالي سقوط د مخنیوي او د امنیت د ټینګښت په خاطر د بلخ له شاهین قول اردو نه راغلي ۶۰ تنه امریکایي پوځیانو له څو ورځو تیرولو وروسته دا ولایت پریښی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني وایي، د دې ځواکونو دنده افغان ځواکونو ته مشوره ورکول او له هغوی سره یو لړ معلومات شریکول و، چې په خبره یې د ماموریت له ختمیدو وروسته بیرته مزارشریف ته ګرځیدلي.
خو د ولایت چارواکو بیا رسنیو ته ویلي، چې دې ځواکونو د خپلو انجینرانو او چارواکو په مټ غوښتل تر څو په دې ولایت کې د یوې پوځي قرارګاه د جوړولو سروې وکړي ترڅو هلته خپل دایمي پوځي حضور ولري.
چارواکي وایي؛ چې یاد امریکایي ټیم ترهڅو وروسته کوم خوندي میشت پیدا نه کړ چې دوی په کې قرارګاه جوړه کړي او په خبره یې چې ښایي تر دوه میاشتو وروسته یوځل بیا په همدې لټه سروې پیل کړي.
تر دې وړاندې ځینې راپورونه و، چې ګواکې ددې ۶۰ کسیز ځواک شمیر به تر ۲۰۰ پورې ورسیږي خو اوس دا لړۍ ناڅرګند برخلیک ته تللې.
باید وویل شي، د دې ولایت ولایتي شورا څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د فاریاب نوي سلنه برخه د طالبانو تر واک لاندې ده او لا هم د ښار پر لور پرمختګ کوي.