(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)
د سولې عالي شورا منشي او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک نن یوځل بیا د سولې د خبرو په تړاو دحکومت د شوي وړاندیز په اړه د طالبانو چوپتیا ته خوشبیني څرګنده کړه او په خبره یې چې ارګ لا هم له طالبانو څخه د مثبت ځواب په هیله دی.
نوموړي نن هم د جګړې د اصلي عامل په اړه چې د بهرنیانو جګړیز حضور ده څه ونه ویل ،خو غوښتنه یې وکړه چې طالبان باید له دوی سره مخامخ خبرو ته ځان چمتو کړي.
خپلواک هغه ګنګوسې هم رد کړې چې ګواکې حکومت طالبانو ته د امن ساحو په نامه ځینې سیمې سپاري.
خپلواک وویل،په ځینو سیمو کې علماؤ هڅې پیل کړې تر څو طالبان له حکومت سره سولې ته وهڅوي خو نوموړي په دقیقه توګه د سیمو د نومونو او د علماؤ د څرنګوالي په اړه چې آیا دولتي ملایان دي او که د ولس علماء دي څه ونه ویل.
خپلواک غونډې ته وویل، چې زموږ خبرې باید طالبانو ته ورسول شي ترڅو زموږ وړاندیز ته مثبت غبرګون وښیي.
باید وویل شي چې طالبانو لا هم د حکومت د سولې په نامه شوي وړاندیز ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو څو ورځې وړاندې یې هغه ګنګوسې په کلکه رد کړې چې ګواکې حکومت د امن د ساحو په نوم دوی ته ځینې سیمې ورسپاري .
طالبانو وویل چې د افغانستان لوی اکثریت واکمني په لاس کې لري او د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې د تجزیې بوی ترې پورته کیږي.
طالبانو په ولسونو هم غږ کړی و، چې بهرنیان د هیواد دتجزیې تکل لري او د هغوی د هر اقدام پر وړاندې دې ویښ اوسي.
د شنونکو په باور طالبان په افغان حکومت ځکه باور نه لري چې له دولتي اداراتو نیولې بیا تر هوایي او ځمکني پوځونو پورې د ټولو واکونه او اختیارات له بهرنیانو سره دي.
د دوی په باور؛ طالبان وایي چې د جګړې اصلي لوری یې بهرنیان دي او باید له هغوی سره مخامخ مذاکرات هم وشي.

















