له امريکا سره د کانونو د استخراج د تړونونو په اړه اندېښنې

راپورتاژ: الماس خدرخېل —— شاوخوا يوه مياشت مخکې يو شمير باوري سرچينو وويل، چې امريکايي بلک واټر کمپنۍ هڅه کوي څو د افغانستان پر کانونو ولکه ټينګه کړي او په دې اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزرات ته يوه عرض پاڼه هم سپارلې ترڅو د افغانستان د کانونو مسئوليت دغې کمپنۍ ته ور وسپاري.
د راپورونو له مخې د بلک واټر مشر ايريک پرنس د دې کار لپاره په کابل کې دفتر پرانيستی او دوه تنه افغانان يې د مشاورينو په توګه ټاکلي دي. د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د بهرنيانو او په ځانګړي ډول د امريکايانو د دغې غوښتنی هر کلی کړی.
تازه د افغانستان د شفافيت د څار ادارې مشر سيد اکرام افضلي ويلي، چې حکومت د افغانستان کانونو د استخراج په برخه کې ځينو امریکايي کمپنيو سره خبرې کړي او ډېر ژر به د دواړو لورو تر منځ تړونونه لاسليک شي.
په خبره يې چې حکومت د لويو او منځمهاله کانونو د استخراج ظرفيت نه لري، نو ځکه غواړي چې د امريکايي کمپنيو سره په دې اړه قراردادونه وکړي.
افضلي په حکومت نيوکه وکړه چې ولې يې تر اوسه له امريکا سره د کانونو د استخراج د تړونونو په اړه له خلکو سره معلومات نه دي شريک کړي.
نوموړی په اوسني وضعيت کې له امريکا سره د تړونو په برخه کې د شفافيت په اړه اندېښنه څرګندوي وايي، د افغانستان طبيعي زېرمې او کانونه د افغانانو حق دی او بايد په دې اړه پوه شي چې له بهرنيو کمپنيو او يا له امريکا سره څه ډول او په کومو شرايطو تړونونه لاسلکېږي او په دې قراردادونو کې به د افغانستان ګټې تر کومې اندازې په پام کې نيول کېږي.
د افضلي په وينا، افغانستان اوس مهال د کانونو د استخراجولو وړتيا نه لري، له شفافيت او اصلاحاتو پرته له بهرنيو کمپنيو سره د کانونو هر ډول تړون د افغانانو په زيان بولي.
تر اوسه معلومه نه ده چې دغه قرارداد او خبرې د بليک واټر کمپنۍ سره شوي او که له نورو امريکايي کمپنيو سره.
خو هيره دې نه وي، چې بلک واټر کمپنۍ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دورې پر مهال په افغانستان کې فعاليت درلود، شخصي زندانونه يې لرل او د ډیری افغانانو په شکنجه کولو او وژنې تورنه کمپنۍ ده.



