جلال اباد: چاودنې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۸) د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د حکمتيار غونډې ته څېرمه چاودنې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

پېښه نن غرمه مهال د لومړۍ ناحيې اړوند د بهسودو پل ته څېرمه په موټرسیکل کې د ځآی پرځآی شويو چاودېدونکو توکو له کبله د يوه کاسټر موټر تر څنګ شوې ده.

عيني شاهدان وايي، چاودنه د حزب اسلامي ګلبدين حکمتيار په پلويانو شوې او مرګ ژوبله هم د حزب پلويانو ته اوښتې ده.

نن په جلال اباد ښار کې د حزب اسلامي ګلبدين غونډه وه او نوموړي خپلو پلويانو ته وينا کوله.

تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button