نیکولسن: د اندونیزیا غونډه پرطالبانو د مذهبي فشار په خاطر راغوښتل شوې
نیکولسن وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې به د حکومت د ملاتړو علماؤ په مټ د فتواو له اړخه او ترڅنګ به یې د هیوادونو په کچه دیپلوماتیک فشارونه پرطالبانو زیات کړي ترڅو هغوی وسلې کیښودلو او له افغان دولت سره یوځای کیدلو ته اړ شي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)
په داسې حال کې چې د اندونیزیا غونډه د روانې میاشتې په پای کې کیدونکې ده او طالبانو له وړاندې د امریکا په غوښتنه د درباري ملایانو رابلل شوې د“اشغال“ لپاره د تجویز غونډه بللې او له علماؤ یې پکې د نه ګډون غوښتنه کړې ،تازه په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن اعتراف کړی چې یاده غونډه پر طالبانو د مذهبي فشار په خاطر رابلل شوې.
نوموړي طالبانو ته د اشرف غني له خوا د سولې وړاندیز سخاوتمندانه اقدام بللی او ویلي یې دي چې که طالبانو له شرط او قید پرته سوله ونه کړه پر دې ډلې به له هرې لارې فشارونه زیات کړي.
نیکولسن وویل “ سږکال به موږ پر طالبانو د ټولنیزو فشارونو شاهدان یو، ټاکنې به ترسره شي، د افغانستان خلک به خپل راتلونکی وټاکي، پرطالبانو به د اندونیزیا او نورو ورته غونډو کې فشارونه زیات شي ترڅو دا دیني مشروعیت یې له پوښتنو سره مخ شي“.
نوموړي زیاته کړه؛ سږکال به جګړې زیاتې شي خو امریکایي پوځونه به ترډیره د جګړو له لومړیو کرښو را وګرځول شي او یواځې د افغان ځواکونو په روزنه او مشورو به اتکا وکړي.
نیکولسن وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې به د حکومت د ملاتړو علماؤ په مټ د فتواو له اړخه او ترڅنګ به یې د هیوادونو په کچه دیپلوماتیک فشارونه پرطالبانو زیات کړي ترڅو هغوی وسلې کیښودلو او له افغان دولت سره یوځای کیدلو ته اړ شي.
د شنونکو په باور؛ د نیکولسن ننۍ خبرې حیرانونکې له ګواښونو ډکې او اعترافانه جنبه درلوده.
د دوی په خبره، نوموړي د ولسمشریزو ټاکنو او د نوي رهبرۍ موضوع هم یاده کړه چې تر اوسه کوم امریکايي چارواکي نه وه کړې.
تر څنګ یې د اندونیزیا غونډه چې د هغه هیواد رسنۍ یې د هیواد دولسمشر لخوا د اندونیزیا راتلونکو ټولټاکنو ته په کوردننه تبلیغاتي کمپاین بولي او طالبانو د امریکا په هڅو د افغان ولس د روانې مبارزې د نامشروع کولو په خاطر د امریکایانو جوړه شوې غونډه بللې د سیاسي چارو د کارپوهانو په باور د نیکولسن دا خبرې د طالبانو د دریځ مصداق کوي.
همداراز د روانې جګړې ګټلو ګواښ یې یوځل بیا دا روښانه کوي چې امریکا لا هم د جګړو د ګرم ساتلو نیت لري.
باید وویل شي؛ چط د اندونیزیا غونډه د روانې میاشتې په ۱۵ نیټه کیدونکې وه چې د طالبانو وضاحت لیک د میاشتې تر پایه وځنډوله.
دیادونې وړه ده چې نن د سولې شورا منشي له طالبانو هم وغوښتل ترڅو د اندونیزیا غونډې خپل استازي واستوي او ګواښ یې وکړ چې که طالبانو یې د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ورنه کړ، دوی به یې د قطر د دفتر په تړلو غور وکړي.



