د اسيا د زړه په زړه کې چړې وهل څه ښکاروي؟
تميم توفيق
خبر دی وايي امريکايان اراده لري چې د هيواد په زړه (کابل) کې کور په کور تالاشي وکړي. داسې ښکاري چې امريکايان د هيواد په نورو سيمو کې د وحشت د تندي له خړوبولو نا اميده شوي او اوس غواړي دا تنده تر خپل امنيتي پوښښ لاندې سيمه کې د ننه خړوب کړي.
دا خبره له هغه وروسته راپورته شوه چې د بهرنيو قواوو قومندان نيکلسن تېره اونۍ په بګرام هوايي اډه کې خپلو پوځيانو ته په خبرو کې وويل چې د کابل ښار ساتنه يې لومړيتوب دی، نوموړي په خپلو خبرو کې د استخباراتي معلوماتو په بنسټ ويلي و چې طالبان او شبکې يې په کابل ښار کې دي، چې دا شبکې او د هغوی د امن کورونه بايد په نښه او له منځه يوړل شي.
له پورتنۍ خبرې واضح معلوميږي چې د هيواد په نورو سيمو کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال او دولتي ځواک د پوځي فعاليت زور اوبه شوی او اوس له مخالفينو سره د مخامخ کيدو هغه توان پکې نشته چې په ۲۰۰۱-۲۰۱۳ کې يې درلود.
ناټو چې زمونږ د هيواد له اشغال وروسته د خپلو وحشتونو په پايله کې د ولسي ځواک په بيرته راپورته کيدو سره د مرګ خوند وڅکلو؛ نو د هغه وخت جنرال ډيويډ پټريوس يې وپتېيله چې د عراق په څېر دلته هم په خپلمنځي هرج و مرج د ولس اخته کولو په موخه د اربکيزم بدنامه پديده ايجاد او خپلو استعماري اهدافو ته ځان ورسوي، خو دا پلان يې هغه د چا په اصطلاح په نطفه کې خونثا شو.
کله چې د ۲۰۱۱ په جولائي کې پټريوس له دندې ګوښه او پر ځای يې جنرال جان آلن او بيا نيکلسن د ناټو د عمومي قومندان په توګه دنده پيل کړه، دوی دواړو شپنيو چاپو او په فردي شکل د خپلو مخالفونو ځپلو ته زياته توجه وکړه، مګر دا حربه يې هم په لومړيو ورځو شپو کې ناکامه وختله.
د جنرال آلن او نيکلسن د دغې حربې ناکاره ثابتېدل د ميدان وردګ له سيداباد، د پکتيا له زرمت او د غزني له ناوې ولسوالۍ پيل شول، هغه مهال د ناټو او کابل ادارې خاص ځواکونه، چې په پرمختلليو وسلو سمبال او په شپنيو چاپو وهلو کې د ځانګړو مهارتونو درلودونکي وو، د مجاهدينو له ځپونکو مقاومتونو سره مخ شول او په يادو سيمو کې يې د چورلکو نسکوريدو په پيښو کې لسګونو پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له دې وروسته د امريکايانو ډرون بريدونه پيل شول، چې په لومړيو کې کامياب و، خو د مجاهدينو له بلدتيا وروسته يې له دغو حملو هم د پام وړ پايله ترلاسه نه کړه.
دې جريان ته په کتلو په پوره باور سره ويلی شو چې په نور هيواد کې د بهرنيو او کورنيو ځواکونو ټولې حربې ناکاره ختلې دي، ځکه خو يې اوس کابل کې د خپلو مرکزونو د کانګريټي ديوالونو په سيوري کې تالاشي او چاپو وهلو ته مخه کړه، تر څو ترې وحشيانه او بې رحمانه عادات پاتې نشي او هم د ناټو ايتلافي هيوادونو ته په دې بهانه چې جګړه تر کابله ورسېده، د ځان د مرستې او همکارۍ دليل پيدا کړي.
د کابل کور په کور تالاشي او شپنۍ چاپې به هم امريکايانو ته د پخوانيو غورځو پرځو په څير د يادولو وړ ګټوره پايله ونه لري. موږ چې د افغان ولس په وړاندې د امريکا او د دوی د لاسپوڅې ادارې موقفونه ليدلي، دا راته څرګنده شوې چې که څه هم د ولس مال او ځان پکې تلف شوی، خو په پای کې ټول مواقف د دوی په بې ساري زيان تمام شوي دي؛ ځکه د دې ولس کړول، بنديانول او شکنجه کول، په بې رحمانه توګه يې وينې تويول او له عنعناتو سره يې لوبې کول هيڅکله بې کساته نه پاتې کيږي، دا شاهدي د دې ولس تاريخ هم ورکوي.
اميد دی، د افغانستان په زړه کې چړې وهل به دلته د امريکايانو د استعماري اهدافو ترلاسه کولو وروستۍ هڅه شي، ان شاءالله.



