پـه مینه ورځم

ځکه خو دار لره په مینه ورځم

عمر عمري خوستی

د مـیـنـې یـــــــــار لره پـه مینه ورځم

ځکه خو دار لره په مینه ورځم

راتـه ګــــــلان شي د خـلـیـل پــه شـــانتې

چې سره انګار لره په مینه ورځم

پـه ګـــل مـئـیـن داسـې بـلـبـل یــمـه زه

چې تل پرهار لره په مینه ورځم

پـخــوا سنګر کـــې راســره ؤ جــانــان

اوس یې مزار لره په مینه ورځم

پــه څــوکــو ځکه کړم مزل ده  اغزو

غیږ ده ګلزار لره په مینه ورځم

چې یې غازیانو کړه دمه سیورې ته

هغه چینار لره په مینه ورځم

ولې مې ځغلي لـه ګــذار دښمنان!؟

زه یې ګذار لره په مینه ورځم

نـور دې سپېره خزان لـه غیږ (عمري)

ښـکـلـي بهار لره په مینه ورځم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button