هلمند: طالبانو او دولتي چارواکو د پرمختګونو ادعاوې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)
د دفاع وزارت وایي چې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې یې ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او عملیات یې پرمخ روان دي.
دې وزارت ویلي چې د هلمند په نورو سیمو کې یې هم په هوایي بریدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو بیا پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې؛ دهلمند دمرجې په علیزو او وکیل وزیر چاراهيو کي یې د افغان ځواکونو ۸ وسایط له منځه وړي او ۱۹ تنه عسکر یې وژلي.
طالبانو همداراز دهلمند دګرشک ولسوالۍ د رود دپله په سیمه کي د یوې پوستې د نیولو ادعا کړې او تر څنګ یې ویلي چې د باغران او دایکندي ترمنځ په مشترک سیمه کې یې هم یوه پوسته نیولې او د یو شمیر مهماتو د نیولو په ګډون یې ګڼو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.
چارواکو یې په اړه تر دمګړۍ وضاحت نه دی ورکړی.


