ترکیه: د عفرین تر نیولو وروسته په سیمه کې د پاتې کیدو نیت نه لرو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۸ فرید افغان)
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې دسوریې د عفرین تر نیولو وروسته به یاده سیمه د عفرین ځایی خلکو ته وسپاري او په خبره یې چې دوی د اشغال نیت نه لري.
نوموړی زیاتوي چې په دې سیمه کې یې له کردانو څخه ګڼې امریکایي وسلې هم نیولې.
نوموړي ویلي؛ تر ډیره مو هغه تهدیدات چې ترکیې ته متوجه و ، ختم کړي او لا مو هم عملیات ادامه لري.
د کردانو یو مسؤل رسنیو ته ویلي چې شاوخوا ۲۰۰ زره کردي کډوال بې سرپناه دي او مرستو ته اړتیا لري چې باید لاس نیوی یې وشي.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا ویلي چې د عفرین تر عملیاتو وروسته اراده لري تر څو د سوریې په شمال د عین العرب او منبج په سیمو کې د کردي بیلتون پالو پرضد عملیات پیل کړي.
د اروپایي اتحادیې مشرې فدریکا موګیریني د ترکي ځواکونو له خوا د عفرین نیول اندیښمنونکی ګام بللی او ویلي یې دي چې ترکیه دې په سیمه کې د ملکیانو ژوند ته پام زیات کړي.
د یادونې وړ ده چې ترکیې دا عملیات د کردانو د پي کې کې وسلوالې ډلې پرضد پیل کړي چې امریکایي مالي ملاتړ کوي.
ترکیه دا ډله په سیمه کې د امریکا په ملاتړ په ورانکاریو تورنوي.



