کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۸ کب، ۱۳۹۶ل): په نوي زیلانډ کې د موټر جوړولو یو شرکت«کیټي هاک» ویلي، چې له ۲۰۱۰ز کال راهیسې په داسې یوه طرحه کار کوي، چې له مخې به یې تر ۲۰۲۱ز کال پورې هوايي ټکسي جوړه کړي.
د کیټي هاک شرکت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، جوړېدونکې ټکسي له چارج کولو وروسته تر سل کیلومټرو پورې د ۱۸۰کلیومټره پر سرعت کار کولی شي او په عمودي ډول پورته کېږي او هم په عمودي ډول بېرته راښکته کېدلی شي.
د یادې وېبپاڼې د راپور سره سم، په جوړېدونکې ټکسي کې یې داسې پوستکالي ځای پر ځای کړي، چې د انسانانو تر څار لاندې به کار کوي.
د نوي زیلانډ د څېړنې او علومو وزیر مگان ووډز د دغه جوړېدونکې هوايي ټکسي هرکلی کړی. ده ویلي، چې تر ۲۰۵۰کال پورې به د کاربني غازاتو د مخنیوي لپاره داسې وسایل جوړکړي، چې د هوا د ککړتیا سبب نه شي.
اوسمهال په نړۍ کې د نورو ستونزو سربېره د هوا ککړتیا هم په نړیواله ستونزه بدله شوې، چې ډېره برخه پکې د موټرو غازات دي.
له دې وړاندې هم په ځینو هېوادونو کې برېښنايي موټرو ازمایښتونه شوي وو؛ خو د تېلو صادرونکي هېوادونه یې په مخ کې تر ټولو ډېر خنډ جوړونکي وو.

















