
دستر غازي امیر یوسف بن تاشفین پیغام داندلس امیرانو اوعوامو ته !
راټولوونکی : عزام حقاني
ستاسو تر ټولو ستره کمزوري داده چي له اسلام څخه لرې شوي یاست ، که تاسو خپل دفاعي مورچل داسلام پربنسټونو جوړ کړی وای ، او خپلې چاري مو نا اهله کسانو ته نه وای په لاس ورکړې ، او د الله کتاب او سنة الرسول صلی الله علیه وسلم ارشاداتو ته مو شا نه وای ورګرځولې ، نوزه په دعوه ویلای شم چي دنړۍ ټول نامسلمان ځواکونه چي ستاسو پرخلاف سره یو او متحد شي ماته نشي درکولی ، خو که تاسو له اسلامه څخه مخ واړوی او دژغورنې دکومي بلې لارې د لټون هڅه وکړی نو په یاد ولری چي ستاسو مثال به له هغو خلکو سره څه توپیر ونه لري چي له سیلاب څخه د ځان ژغورنې لپاره د غره څخه راکوز شي او د ریګونو غونډۍ ته پناه یوسي ، ستاسو هر هغه ګام به چی دالله جل جلاله په لار کي پورته له بر یاوو او سر لوړیو سره مخ شي ، او ستاسو هر خوځښت ، حرکت او کړنه چي داسلام پر خلاف وي تاسو به دبربادۍ او تباهۍ پر لور بیایي ، داندلس دخلکو او امیرانو لپاره زما لومړی او وروستی پیغام همدغه دی چې که تاسو غواړی په نړۍ کې سر لوړی ژوند وکړی نو دالله او دالله جل جلاله د رسول صلی الله علیه وسلم په اطاعت سرونه ځوړند او ټیټ کړی ، که تا سو دسپیڅلي قرآن پر احکامو چلیږی او که تاسو د الله جل جلاله او دهغه د رسول صلی الله علیه وسلم تابع یاست نو دا زیری درکوم چې دځمکې ټول نعمتونه ستاسو لپاره دي او په هر ډګر کې به فتحه او بر یا ستاسو په برخه وي.
داپیغام یوازي داندلس مسلمانانو ته نه ده متوجه بلکي دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دا درس ورکوي که نن هم مسلمانان په خپلو ځانونو کې تغیر راولی ، او ژوند د الهي او نبوي اصولو په بناء پر مخ یوسی نو دعزت او وقار خاوندان به وي ، او دننیو ټولو بدمرغیو او ناخوالو څخه به یې نجات پیدا کړی وي .
نن چي مسلمانان په خپلو کورونو کې محکوم دي هر څه یې دکفارو لخوا تر یرغل لاندي دي ، داځکه چي نن هم دمسلمانانو چاري نا اهله، بد نیته ، بې همته او دغرب لخوا روزل شویو کسانو په لاسونو کې دي .
دنن مسلمانان له عین حالت سره مخ دي کوم چي داندلس مسلمانان ور سره لاس او ګریوان وو ،
خو هغو مسلمانانو یوه ښیګڼه درلوده هغه داچي دهغه چا تر شا ودریدل چي ددوی دژغورنې لپاره له افریقا څخه راغلی وو ، خو دنن مسلمانان بیا هغه څوک دځان لوی دښمن ګڼي کوم څوک چي د دوی لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي .
وما ذالک علی الله بعزیز



