ابو یاسر افغان
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنٰزَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ
[سُوۡرَةُ الاٴنفَال ۴۶]
ژباړه: او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کې شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسې کې به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.
عجیبه وخت راغی، اسلامي امت اوس په دې غور نه کوي چې څه ډول خپل ځانونه د دجالي لښکرو د ظلمونو او وحشتونو څخه خلاص کړي بلکې په ځانځانۍ اخته دي او هر یو سره د خپل ځان غم دی الا ماشاءالله.
په سوریه کې د امریکا، روسیي، ایران، ترکیې او… وحشتونه او ظلمونه له هیچا څخه پټ نه دي، مخکې خو به خلکو د تاریخ کتابونه لوستل او په تیرو وختونو کې په مسلمانانو د کفارو د ظلمونو له کیسو به چې خبر شول نو ډېرو به ویل څوء څوء… مګر اوس چې دا حالات په خپلو سترګو ویني او په خپلو غوږونو یې اوري، د غیرت حس او د ایمان جذبه یې نه راویښیږي!!
درنو لوستونکو!
اصل مطلب ته را ګرځم او هغه دا چې ټول اسلامي امت کجسد واحد یو واحد جسد او بدن دی، د شرق او غرب تر منځ پراخوالي د مسلمانانو په منځ کې د اخوّت او یو بدن کېدو حس کم نه کړای شو، مګر د دنیا حرص، د غربیانو پروپاګند او په اسلامي امت د ګلوبلایزیشن معکوسو اثراتو مسلمانان په ډلو ټپلو، قومونو، مجازي او تپل شویو سرحدونو، ژبو او نژادونو سره بېل او ایل کړل، نن که زه د سوریي غمیزه یادوم نو ماته تر ټولو مخکې خپل افغان وایي چې تا افغانان پرېښودل او د منځني ختیځ غم وړی یې!! لکه مخکې مې چې درته وویل مجازي سرحدونو ډېرې ناکردۍ وکړې او منفي اثراتو یې اسلامي امت نه یواځې دا چې ټوټه ټوټه کړ بلکې بیخي یې سره بېل او بیا یې یو له بله څخه پردي کړل، دا نن چې په سوریه کې څه روان دي او د چا لخوا دي همدا کیسه پرون په بخارا او ترکستان تیره شوه خو امت په لټ وا نه وښت، همدا ظلم او وحشت خو له تیرو شپېتو کالو راهیسي د فلسطین د مسلمانانو سره کیږي مګر نور امت یې په حالت غبرګون و نه ښود همدا بې احساسي وه چې نن په سوریه، برما، نایجیریا، مالي، صومالیا، سوډان، منځنۍ افریقا، فلپین، عراق، فلسطین، افغانستان او وزیرستان کې د مسلمانانو د وینو سیلابونه روان دي او دا لړۍ لا پسې اسلامي ځمکو او هېوادونو ته پراخیږي، مګر دا هر څه موږ په خپلو سترګو ګورو خو ای کاش زموږ په زړونو کې نور دغه د نفاق او قومپرستۍ مرض ختم شوی وای، چې زه افغان یم زما یې په سوریایي څه؟ زما یې په فلسطین او برما څه؟؟ زما خپل غمونه ډېر دي او… دا د هغه خلکو خبرې دي چې د ملت پالنې یا نیشنلیزم وایروس یې ذهن مکمل ککړ کړی او د اسلامي اخوّت، همدردۍ او یو والي فکر یې ترې اخیستی دی.
حقیقت خو دا دی چې موږ هماغه وخت خوار او زار شولو چې تر نورو مو خپل ځان مهم وګاڼه، خپل قوم او خپله ژبه مو مهمه وګڼله او زموږ د قوم، ژبې او نژاد نه د باندې مسلمانان مو پردي وګڼل!!


















