کابل: د تحصن پر خیمه بمي برید مرګ ژوبله اړولې

راپورونه وایي چې نن  ماښام مهال د کابل د ۸ امنیتي حوزې اړوند د چمن حضوري سیمه کې د پښتون پرلت پر خیمه د مقناطیسي ماین د چاودنې امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي په دې چاودنه کې د زاهد الدین په نامه یوځوان وژل شوی او درۍ نور ټپیان دي.
ویل کیږي په ټپیانو کې ژورنالیست سیدشاه سقیم او یو شمیر نور ژورنالیستان هم  شامل دی.
د برید مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
په کابل کې د پښتون ژغورنې  تر عنوان لاندې   مدني فعالانو د پرلت په نامه خیمه وهلې او له پاکستان څخه غواړي چې  د پښتنو پرضد دې له تبعیضي کړنو ډډه وکړي او په دې هیواد کې دې پښتانه نور نه ځورول کیږي.

دوی د لر او بر پشتون د انسجام لپاره هم هڅې کوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button