له ټرمپه خپل یاران لارې بیلوي—
د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د ټرمپ نوې پالیسۍ سره د امریکا د سنامجلس او د ټرمپ نږدې یاران مخالفت لري وايي په ځای د دې چې ټرمپ په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو امریکا له اقتصادي بحرانه وباسي نوره يې هم په اقتصادي بحران کې راګیروي.
د ټرمپ د حکومت له پېله امریکايي سیاستوال په ټرمپ نیوکې کوي چې امریکا يې په تاواني لوري روانه کړې ده.
وايي ټرمپ په خپل انتخاباتي کمپاین کې ویل هغه څه به دامریکا لپاره وکړم چې نورو جمهور رئیسانو نه دي کړي، اوس ټرمپ هومره تاوانونه امریکا ته اړوي چې نورو جمهورورئیسانو نه دي اړولي.
جان داود د ټرمپ د یارانو او نږدې انتخاباتي ټیم د ملګروڅخه درېيم وکیل دی چې له خپلې دندې استعفا ورکوي، وړمه ورځ د ټرمپ حقوقي وکیل او نږدې ملګري جان داود په دې له خپلې دندې استعفا ورکړه چې د هغه په وینا ټرمپ يې خبرې ته غوږ نه نیوه او د هغه مشورې يې نادیده ګڼلې.
د نورو دوه وکیلانوپه څیر د جان داود استعفا هم ده ، دوه نورو وکیلانو په ۲۰۱۶م کال په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې مسئله وه چې په امریکا کې يې د ټرمپ حکومت د بې باورۍ سره مخ کړی دی.
د ټرمپ حقوقي وکیل جان داود نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي دي چې ټرمپ زما حقوقي مشورو او لار ښوونو ته په درنه سترګه نه کتل، نه یواځې داچې عمل يې پرې نه کاوه بلکې هیڅ غوږ ېې ورته نه نیوه ځکه مې له دندې استعفا وکړه.
د ټرمپ نږدې ملګري او حقوقي وکیل جان داود واشنګټن پوست ورځپاڼې ته په لیږل شوي ایمل کې ویلي چې ټرمپ مې نږدې دوست دی، کامیابې يې غواړم خو داچې زه يې حقوقي وکیل او زما مشورې يې سر سري ګڼلې نوره مې ورسره د یوه وکیل په توګه ګذاره نه کېده غوره مې وګڼله چې له خپلې دندې استعفا وکړم.
د جان داود د مخه د ټرمپ یوه بل حقوقي وکیل او نږدي د انتخاباتي ټیم ملګري مارک کاسوویتس هم له دندې استعفا کړې وه چې د هغه سره هم ټرمپ همدا ستونزه لرله او د هغه مشورې يې بابیزه ګنلې.
اوس ټرمپ د جان داود پرځای یو بل د خپل ټیم ملګری (جوزف دی جنوا) د هغه پرځای ټاکلی دی چې که ټرمپ د جنوا سره هم د جان باس په څیر چلند وکړي نږدې ده چې هغه هم له ټرمپ سره د حکومت د چلښت یارانه پریږدي.
دامریکا په انتخاباتو کې د روسيې لاسوهنې چې د امریکايي رسنیو په وینا دانتخاباتو پایلې د ټرمپ پرخلاف واړوي دومره ناندرې راپورته کړي دي چې د ټرمپ په اداره کې به درزونه راولي، که څه هم ټرمپ د خپلو انتخاباتو پرمهال د روسيې لاسوهنه باندې شک ښکاره کوي اوساختګي يې ګڼي خو داسې شواهد شته چې د روسيې ساختګي لاسوهنه په حقیقي بدله کړي.
که څه هم روسي چارواکو دا موضوع رد کړې ده خو امریکايی رسنیو لیکلي چې په ۲۰۱۶ز کال د امریکا په انتخاباتو کې روسيې پراخه لاسوهنه درلوده څو دانتخاباتو پایلې د ټرمپ په خلاف تمامې کړي، همدا سبب دی چې د ټرمپ يې په خپلو نږدې ملګرو، د انتخاباتي ټیم په یارانو او یاران ېې په ټرمپ بې اعتباره کړي دي، د بهرنیو چارو د وزیر په څیر څه ملګري ټرمپ ګوښه کوي او څه په خپله استعفاګانې ورکوي.


















