(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۵) امنيتي مسئولین وايي، د هرات ښار د اوومې امنيتي حوزې اړوند په يوه مسجد کې چاودنې دولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده رسنيو ته ويلي، چاودنه د نبي اکرم مسجد په داخل کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
نوموړی وايي، په دې چاودنه کې يو تن وژل شوی او اووه تنه نور ټپيان دي.
خو ځايي سرچينې ليکي، په چاودنه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نهه تنه نور ټپيان دي.
د چاودنې مسئوليت داعش وسله والې ډلې په غاړه اخيستی دی.















