پنجشنبه, اپریل 23, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

طالبان بايد متوجه وي چې امريکايي جنرالان په ځان ماسل کوي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 25, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
282
ځلې شریک شوی
107
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

تميم توفيق
د اشغال ضد جهت له نظامي برياوو علاوه کورني او بهرني صادقانه سياست يرغلګر او د هغوی ايتلافيان او ګوډاګيان ديوال ته درولي دي، دوی چې د مبارزينو په وړاندې هر ډول غورځې پرځې وکړې، دوی ته د ګټې په ځای يې هغوی ته فايده رسېدلې ده.
امريکايان لکه څنګه چې وايي، دلته زمونږ د هيوادو جوړولو په پار نه، بلکې د خپلو سيمه ييزو استعماري ګټو ترلاسه کولو په موخه راغلي او تر څو چې يې وس وي، دا هيواد به په اساني پرېنږدي، خو نن چې امريکايان د پاڼ او پړانګ تر منځ ګير دي، يوازې دلته د خپل پوځي شتون د دوام لپاره د بيلابيلو بهانو او سببونو پيدا کولو په لټه کې دي.
په يقين سره ويلای شو چې امريکايان به دلته د پاتې کيدو لپاره له هيڅ هم مخ ونه ګرځوي، هره بهانه چې يې په وس پوره وي او د جګړې د جاري ساتلو اړوند ورته ګټمنه وبريښي، دوی به يې پيدا کوي. هغه که د هيواد په ځينو برخو کې په بيلابيلو نومونو د ډلو ټپلو رامنځته کول وي، که د غلامانو په خپل منځ کې بې اتفاقي او کوڅه واکي نظام جوړونه وي، که په قوميت او سمت پرستي د هيوادوالو تر منځ درځ اچونه وي او که د هيوادوالو په ربړونه او آن وژنه کې وي، هم دريغ به يې نه کړي.
د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت قومندان جنرال جان نيکلسن د تېرې جمعې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې روسيه تورنه کړه چې له طالبانو سره آن د وسلو ورکولو تر کچې مرستې کوي، نوموړي وويل موږ پوهيږو چې روسيه دلته ښکيل ده، (موږ ليدلي چې افغان مشرانو دې مرکز (بګرام هوايي اډې) ته له طالبانو نيول شوې روسي ساخت وسلې راوړې دي، چې طالبانو ته د تاجک سرحد په اوږدو کې د قاچاقيانو په لاس رسول شوې وې.
نيکلسن دا يادونه هم وکړه چې روسيه بې ثباته کونکی فعاليت کوي، (موږ داسې کيسه وينو چې د داعش شمير ډير زيات ښيي.)
نيکلسن په دغسې بې بنسټه تورونو د هغو دلايلو کمزوري ښودلو هڅه کوي، چې په وار وار کورنيو او بهرنيو رسنيو نشر کړي دي، چې امريکايي چورلکې په شمالي ولاياتو کې د داعش جنګياليو د انتقال په حال کې ليدل شوې او دا هم په کراتو ثابته شوې ده چې امريکايي هليکوفترو د هيواد په شمالي سيمو کې داعشي جګړه مارو ته وسلې غورځولې دي، دا د سيمو خلکو ليدلي او شواهد يې هم حتی د دوی د لاسپوڅې ادارې د ولسي جرګې د وکيلانو لخوا وړاندې شوي دي.
په دې کې شک نشته چې له سيمه ييزو هيوادونو علاوه زمونږ بې دفاع او مظلوم خو پاک زړی ولس د هيواد، اسلامي او ملي ارزښتونو، د خپل ناموس، کلتور، ملي او ځاني منافعو او آن د ژوند ساتنې هيله يوازې او يوازې له اسلامي امارت څخه لري.
د اسلامي امارت صادقانه سياسي تدبر او ځيرکي، له هيواد او ولس سره رښتينې مينه او خلوص د دې سبب جوړ شوي، چې ولسي ملاتړ خپل کړي او امريکايان، هغه د چا په خبره، ديوال ته ودروي، خو په دې بايد اکتفا ونشي او طالبان بايد د ولس هيله پوره کړي.
که طالبان هغو خبرو/تورونو ته ډيره توجه واړوي، چې امريکايي جنرالان يې کوي، ډير يقين لرم چې زمونږ لوی ارمان (استقلال، ارامي او اسلامي نظام) به ډير ژر سر شي.
د بېلګي په ډول: امريکايي جنرال نيکلسن وايي چې روسيه طالبانو ته د تاجکستان پولې په اوږدو کې وسلې سپاري او د روسيې له لوري د بې ثباتۍ زياتولو په موخه داعشي جګړه ماران زياتيږي، دا ټولې خبرې د نيکلسن په ځان ماسل دی، چې طالبان بايد دې دواړو مسئلو ته انتهايي متوجه واوسي.
څه چې نيکلسن ياد کړي، روسيه نه، بلکې خپله دوی يې انجاموي؛ نو طالبان بايد هماغه سيمې وڅاري چې وسلې پکې لاس په لاس کيږي او د تير په څير يو ځل بيا پخپله د داعش په نوم جنګيالي او هغه مراکز په نښه کړي چې دغه جګړه ماران توليدوي او د استعماري اهدافو ترلاسه کولو په موخه يې په سيمو ويشي.
دا کار بايد هر هغه څوک وکړي چې په هيواد، ولس، اسلامي او ملي منافعو يې زړه درديږي، خو اسلامي امارت (طالبانو) ته بيا په دې برخه کې زيات مسؤليت راجع کيږي او د اميدونو سترګي وراوړي.
کلک باور لرم، که مجاهدين د امريکايي جنرالانو لخوا ياديدونکي تورونه او بهانې وڅاري او په خپل وخت يې مخه ډل کړي، د امريکا د استعماري موخو ترلاسه کولو پلانونه به يې په نظفه کې خونثا کړي وي، ان شاءالله.

مخکینې مطلب

تـــه کـــــاڼی او زه کاڼی

بل مطلب

چین: د امریکا له سوداګریزې جګړې  څخه ویره نه لرو

ځانګړي مطالب

خبرونه

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د پنټاګون ارزونې: ایران لا هم قوي پوځي وړتیاوې لري

د ایران وسله والو ځواکونو هرمز تنګي کې دوه سوداګریزې کښتۍ نیولي

الجزیره: د نړیوالو سترګې مجتبی خامنه‌اي ته دي چې امریکا سره د مذاکراتو اجازه ورکوي کنه

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com