کابل ټکی کام فرید احمد
افغان ولسمشر غني نن سهار (چهارشنبه) د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته ورسید، غني او شریف دواړو غونډې ته وینا وکړه.
د اسیا زړه کنفرانس د ترکیې د استانبول په افغانستان او سیمه کې د دائمي سولې د راوستو د بهیر یوه برخه ده چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوی وو.
په نني مجلس کې به د اسیا اکثر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران د خپلو ملکونو په نمائنده ګۍ برخه واخلي.
پدې دوه ورځني کنفرانس کې څلوارلس هیوادونه شامل دي، د ۱۷ هیوادونو ملاتړ ورسره دی، او ۱۲ نور منطقوي او نړیوال سازمانونه پکې برخه اخلي.
ولسمشر غني په خپله وینا کې له ټولو هغه هیوادونو څخه مننه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره هلې ځلې کوي.
غني همداشان د خبرو په جریان کې د پنځو هیوادونو ترمنځ د اورګاډي د پټلیو، ګاز نل لیکې، او د بریښنا په اړه د نویو پیل شویو پروژو ته په اشارې سره وویل چې ژر ده افغانستان د مرکزي، ختیځې او سویلي اسیا هیوادونو ترمنځ د موثرو اړیکو په نقطې بدل شي، او همدې اړیکو ته د لا زیاتې زمینې د برابرولو لپاره یې له ټولو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني هغه مرستندویه هیوادونه چې له افغانستان سره همیشنۍ مرسته کوي یادونه او مننه ترې وکړه.
غني د خبرو په جریان کې هیله څرګنده کړه چې راتلونکی کال به د سږني کال په پرتله د سولې او ثبات په برخه کې غوره وي.
ټاکل شوې ده چې نن به ولسمشر غني د پاکستان له لمړي وزیر نوازشریف، د هندوستان د خارجه چارو له وزیرې سوشما سواراج او نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې پدې کنفرانس کې به شپږ لویې موضوع ګانې په اجنډا کې: (له ترهګرۍ سره مبارزه، له مخدره موادو سره مبارزه، تجارت، سرمایه ګذاري، معادن او تعلیم) شاملې دي.


















