(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۸ فرید افغان)
چینایي رسنۍ خبر ورکوي چې، د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اونګ په یوه غیرمترقبه سفر کې چین ته په یوه څلور ورځني سفر تللی او له چینایي چارواکو سره په مختلفو مواردو کې هوکړې لاسلیک کړې.
نوموړی د مارچ له ۲۵ تر ۲۸ پورې د چینایي ولسمشر شي جینګ پینګ په بلنه د یو لوی کاروان په ملتیا چین ته تللی ، چې یاد هیواد واشنګټن هم له دې سفر څخه په جریان کې اچولی دی.
د شین هوا خبري ازانس له قوله چینایي ولسمشر کیم ته څلور وړاندیزونه کړي چې د دواړو هیوادونو لوړ رتبه چارواکي به تل په اړیکه کې وي او دا ډول لیدنې به زیاتوالی پیدا کوي همداراز د دواړو هیوادونو تر منځ به همکاري زیاتیږي او ترڅنګ به یې د یو مشترک لیدلوري پخاطر ستراتیژیک روابط پیاوړي کیږي.
کیم ویلي چې د کوریا په جزیره کې د کیمیاوي اټومي او نورو خطرناکو وسلو د لمنځه وړلو لپاره ژمن دی.
شینهوا وایي چې چینايي چارواکو د کیم له سفر وروسته امریکایي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تلیفوني اړیکه نیولې او د کیم د ورتګ خبر یې ورکړی.
سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د پیکنګ د دې اړیکې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د چین ولسمشر ټرمپ ته ځانګړی پیغام هم درلوده چې دیاد پبغام جزئیات تر اوسه له رسنیو سره نه دي شریک شوي.















