(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۸) د ولسي جرګې غړي وايي، چې د سولې عالي شورا دې لغوه شوي ځکه په وينا يې چې دغې شورا د سولې لپاره هيڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې او لګښتونه يې په لوړه کچه دي.
د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد د جرګې په ننۍ غونډه کې وويل، د سولې عالي شورا کړنې د هېواد په زيان دي او باید د دغې شورا مشران ولسي جرګې ته د شويو لګښتونو د پوښتنو لپاره راوبلل شي.
د جرګې غړي وايي، چې د سولې شورا مشران او کارکوونکي يواځې د خپلو تنخواګانو اخيستلو لپاره شپې اړوي او د سولې په برخه کې هيڅ راز فعاليت نه کوي.
تر دې مخکې هم د ولسي جرګې غړو د سولې عالي شورا پر لغوه کېدو غوښتنه کړې وه او دوه ورځې مخکې د ولسي جرګې لومړي نايب همايون همايون وويل چې د سولې شورا د ولسمشر غني په انتخاباتي مرکز بدله شوې بايد لغوه شي.
د جرګې غړي وايي، د سولې عالي شورا د کار له پيله تر دې دمه د سولې په برخه کې هيڅ لاسته راوړنه يا د سولې د تامينولو وړتيا نه لري او په دې برخه کې خنډ واقع ده.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ولسي جرګې یو شمير غړو وويل، په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو جګړه نه ده نو ځکه يې پای ته رسول هم د افغانانو په لاس کې نه دي.
د جرګې غړي ادعا کوي چې افغانان د سولې شورا او د سولې غونډو په اړه مصروف ساتل کېږي خو د سولې اصلي لوری بهرنيان دي.
د يادونې ده، چې طالبانو هم په خپلو تيرو خپرو کړو اعلاميو کې ويلي چې له افغان حکومت سره خبرو ته تيار نه دي زياتوي چې د جګړې اصلي لوری امريکايان دي او بايد له هغوی سره خبرې وشي ترڅو د هېواد اشغال پای ته ورسول شي.















