ننګرهار: وسله وال بريد کې د ښيوې ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۸) د راپورونو پربنسټ، د ننګرهار ولايت د کوز کونړ (ښيوې) ولسوالۍ د امنيې قومندان په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي، د ښيوې ولسوالۍ پر امنيې قومندان (سمونمل مطيع الله قاطع) د بډيالۍ په سيمه کې د جنازې پر مهال برید شوی چې نوموړی او يو بل تن پکې ځای پرځای وژل شوي دي.
ويل کېږي، د ډزو پر مهال څلور تنه نور ټپيان شوي دي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
تر اوسه د بريد مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو په ننګرهار کې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري پوځي چارواکي او دولتي منسوبين د چريکي بريدونو هدف ګرځي.



