(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۹) د راپورونو له مخې، د وينزويلا هېواد په يوه زندان کې د زندانيانو پاڅون په تاوتریخوالي بدل شوی چې له کبله يې اورلګېدنه رامنځته شوې په ترڅ کې يې لسګونه کسان وژل شوي دي.
خبري رسنيو لیکلي، پېښه د وينزويلا په کارابوبو ايالت کې په يوه زندان کې هغه مهال رامنځته شوه چې زندانيانو د غير انساني شرایطو پر ضد پاڅون وکړ، پر پوليسو يې بريد وکړ له يوه پوليس څخه يې وسله واخيسته او په خپلو کوټو کې يې توشکو او کمپلو ته اور ورته کړ.
د کارابوبو ايالت چارواکي وايي، چې اورلګېدنه په قصدي ډول رامنځته شوې او زندانيانو غوښتل چې د دودونو څخه په استفادې له زندان څخه تېښته وکړي.
خو د دغې هېواد لوی څارنوال تاريک ويليم ساب ويلي، په زندان کې د پېښې د رامنځته کېدو په اړه بايد پلټنې وشي.
د کالوس نيټو په نوم د يوې غير دولتي موسسې مشر ويلي، ځينې زندانيان په اور کې د سوځېدو له کبله مړه شوي او یو شمير نورو بيا په کوټو او دهليزونو کې د دودونو له کبله ساه ورکړې ده.
ويل کېږي، په اور کې د وژل شويو کسانو په منځ کې پايوازان هم شامل دي چې څو تنه يې مېرمنې دي.
د کارابوبو والي د پېښې د قربانيانو له خپلوانو سره د ټويټ له لارې خواخوږي څرګنده کړې او ويلي يې دي، د يادې پېښې په اړه پلټنې پيل شوي ترڅو يې مسئولین معلوم شي.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، په وينزويلا کې اکثره زندانيان په هغه ډول زندانونو کې اچول کېږي چې ظرفيت يې نه لري او ډیری يې په ډير بد حالت کې ساتل کېږي.
په تېرو کلونو کې هم د وينزويلا هېواد په زندانونو کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې له کبله يې لسګونو زندانيانو ژوند له لاسه ورکړی دی.


















