راپور تاژ؛ فرید افغان
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۹ )
په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو په ملي او بین المللي کچه هڅې زیاتې شوې نړیوال او افغانان غواړي چې سوله که په هر ډول وي راتګ یې اړین دی.
که څه هم دواړه لوري د سولې په تړاو مختلف لیدلوري لري او هر لوری یې د خپلې نظریې له مخې غواړي خو بیا هم ولسي افغانان د روانې جګړې اختتام او یواځې ریښتینې سوله غواړي.
د تاشکند کنفرانس او تر وړاندې یې د کابل پروسې ناستې د دولت هغه هڅې وې چې کور دننه او بهرنیو رسنیو په پراخ کچه سپانسر کړې او هر اړخیز پوښښ یې ورکړ.
دلته څو نقطو ته اشاره کوو
ولې دولت سولې ته اولویت ورکړ، نړیوال او افغان دولت کومه سوله غواړي، سیاسي ګوندونه په دې تړاو کومه انګیزه لري او طالبان ولې خاموش دي؟!
دا چې دولت ولې سولییز لوری ونیو او د جګړې له ګواښونو یې ۱۸۰ درجې تغیر وکړ د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده یې ځواب داسې وایي چې په افغانستان کې د سولې او جنګ کیلي د امریکا په لاس کې ده کله چې ټرمپ د سولې سره مقاطعه اعلان کړه ارګ هم د میدان ګټلو ټټر وډباوو خو کله چې الیس ویلز بیا د سولې تکراري وړاندیز وکړ ارګ هم تنازل ته زړه ښه کړ.
د دې هر څه پیل وروسته تر هغه وشو کله چې طالبانو له امریکایی ولس څخه وغوښتل تر څو په خپلو چارواکو فشار راوړي چې پوځیان دې له افغانستان څخه وباسي او افغان ولس خپلې مخې ته پریږدي.
د بي بي سي د راپور تر مخه د ارګ مشر له یوې خوا غوښتل چې د سولې ابتکار په خپل نوم کړي تر څو د راتلونکو ټولټاکنو لپاره ورڅخه تبلیغاتي ګټه واخلي او له بل لوري یې دا نه شو زغملی چې امریکا مخامخ له طالبانو سره مذاکراتو ته کیني ځکه بیا یې د دولت مشروعیت له پوښتنې سره مخ کیده نو یې د یوه کلیدي وړاندیز پرته نور ټول امتیازي وړاندیزونه د طالب مقاومت مخې ته کیښودل.
کلیدي وړاندیز د امریکایانو وتل و، او غني ځکه ترې ډډه وکړه چې په وار وار یې ویلي چې د امریکایانو له حضور پرته یې پوځ ۶ میاشتې هم مقاومت نه شي کولی.
نړیوال او افغان دولت کومه سوله غواړي؟
که څه هم د غني په وړاندیزونو کې ډیر امتیازات شامل دي خو هدف واحد دی چې هغه د امریکایانو د دایمي اډو منل، د اساسي قانون تعمیل، د دیموکراسي ترویج، د ښځو آزادي او ……..
سیاسي ګوندونه څه وایي؟
سیاسي ګوندونه چې د دولت د ستراتیژیو په ابلاغ او ترویج کې هیڅ رول نه لري خو توافق او تخالف یې څرګند دی.
دوه لوی ګوندونه جمعیت اسلامي او حزب اسلامي دوه متفاوت دریځونه لري.
جمعیت چې له طالبانو سره پخوانۍ رخه لري لا هم له هغوی سره کوم جوړجاړي ته زړه نه ښه کوي او لا هم دې بهیر ته د تعصب له لیدلوري ګوري.
له همدې کبله طالبانو د اسماعیل خان وړاندیز ته د اهمیت له کبله مثبت ځواب ورکړ تر څو ثابته کړي چې دوی د افغانستان له ټولو توکمونو سره هیڅ تبعیض نه لري او د تعصبي کړنو کوم پلان هم نه لري.
حزب اسلامي که څه هم له لومړي سره له طالبانو سره نظري مخالفت لري اوس هم یا د امتیازاتو او یا هم د قومي تعصب له امله د دې ډلې نږدې کیدل غواړي.
حزب اسلامي که له یوې خوا د طالبانو راتګ ته تږې ده تر څو د دوی په فکر طالبان به یې تر قیادت لاندې راشي خو له بل لوری د هغوی ښکاره او پټ تخریب هم کوي تر څو دا وښیي چې دوی منځلاري دي.
حزب غواړي چې خپل سیاسي ځوړتیا هم له یوه لوري ورغوي او له همدې امله د راتلونکو ټاکنو د ګټلو ډیرې هیلې هم له ځان سره لري
طالبان ولې خاموش دي؟
د امریکا د اتلانتیک مجلې د لیکوال بارنټ روبین په حواله لیکلي دا چي طالبانو د اشرف غني د سولي په باره کي سکوت اختیار کړی دئ، دا به ښايي یو ښه سیګنال وي. هغه لیکي: که چیري طالبان د اشرف غني وړاندیز ومني، دا به له ۲۰۱۰ څخه را پدې خوا لومړی ځل وي چي طالبان او د کابل د رژيم مامورین مخامخ خبرو ته سره کښېني.
د افغان د چارو مشهور امریکايي متخصص ښاغلی برانیټ روبین وايي: د اشرف غني په وړانديز کي یوه لویه کمبودي دا ده چي غني اشرف د طالبانو اصلي اندېښنې ته هیڅ جواب نه دئ برابر کړئ. ځکه طالبان باور لري چي د اشرف غني رژیم یو نا مشروع حکومت دئ، او نه هم د غني رژیم طالبان رانسکوره کړي ول. د طالبانو حکومت امریکایانو ړنګ کړ.
ښاغلی روبین وايي طالبان غواړي چي متحده ایالاتو سره خبري وکړي، ځکه که چیري هغوی د اشرف غني سره خبري وکړي، دا به د طالبانو لپاره د پوره تسلمیۍ مانا ولري. ځکه هغوی باور لري که چیري دا کار وکړي، دا به دا وښيي چي د هغوی رانسکورول یو مشروع کار وو.
پروفسور روبین دغه راز وايي: د طالبانو اتحاد کلک دئ، او د هغوی په صفوفو کي انشعاب او درز نه لیدل کېږي. پروفسور روبین وايي: ځیني خلګ باور لري چي طالبان پر مختلفو ډلو وېشلي دي، او هغوی د غیر متحدو اقوامو یوه مجموعه ده. خو دا درک درست او واقعي نه دئ. ښاغلی روبین وايي: طالبان واقعا په یوه خوله خبري کوي، او حقیقت دا دئ چي هغوی تر امریکايي پالیسي جوړونکو او د کابل تر رژیم ډیر متحد دي، او په خپل دریځ کي ثابت قدم دي.


















