(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۱۰ فرید افغان)
امریکایي ولسمشر ټرمپ په ناببره توګه حیرانونکی اعلان کړی او له سوریې څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو پریکړه یې کړې.
ټرمپ د امریکا په اوهایو آیالت کې یوه خبري کنفرانس ته وویل؛ په سوریه کې مو داعش ته په ټولیز ډول ماتې ورکړه او کومې سیمې چې اوس هم له دې ډلې سره دي ژر به تصفیه شي .
نوموړي زیاته کړه؛ چا د تریلیون خبر نه ده اوریدلې موږ په منځني ختیځ کې ۷ تریلیون ډالر ولګول خو د تآسف ځای دا دی چې د هغوی تیل مو هم په کامل ډول ترې غنیمت نه کړل (زه چې لا ولسمشر نه وم همیشه به مې ویل چې د دوی تیل باید په خپل واک کې واخلو که مو اخیستې وای اوس به مو دا لګښتونه بیځایه نه وای تللي)
خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بیا په دې تړاو خبریالانو ته ناخبري ښوودلې او ویلي یې دي چې د ټرمپ د وینا په اړه له څه ویلو ډډه کوي.
ټرمپ همداراز وویل چې په منځني ختیځ کې لږیدلي ۷ زره میلیارده ډالر یې که په خپل هیواد لګولي وای ، د نړۍ په کچه پرمختګونه به یې کړي و.
باید وویل شي چې امریکا مصر، بحرین، عراق او د منځني ختیځ یو شمیر نورو هیوادونو ته په کلنۍ توګه سلګونه میلیارد ډالر ورکوي تر څو یې د حکومتونو سربیره د ولسونو ملاتړ خپل او د تیلو او یو شمیرو نورو خوندي زیرمو ولکه یې په خپل لاس کې واخلي.
امریکا په تیر کې ویلي چې له سوریې او عراق څخه خپل ټول جنګي تجهیزات او ځواکونه افغانستان ته استوي.


















