دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د پرلت ګډونوالو ته

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
مارچ 30, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
552
ځلې شریک شوی
167
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نصیب ځدراڼ

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې افغان ولس اوس دومره بیداره شوی چې د سولې لپاره ېي په لاریون او پرلت پیل کړی دی.
په خوست، غزني، لښکر ګاه او کابل کې د افغان پښتنو د ویښتابه داسي فعالیتونه تر سترګو کیږي چې د افغانانو پام يې ځان ته را ګرځولی ده.

دا هم ولولئ

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

طالبانو د لښکرګاه لاریون کونکو ته غبرګون ښودلی او ورته ویلي يې دي چې دوی باید د جګړې ختمولو لپاره د امریکایانو د پوځي مراکزو مخې ته دوامداره لاریونونه وکړي او دولت بیا په غزني کې په مظاهرچیانو ډزې کړي او درې تنه يې ټپیان کړي دي.

د نړۍ په تاریخ کې قومونو جنګونه کړي او بیا له جنګ په تجربې یو څه زده کړي هم وي
یوه بیلګه يې د جاپان ده چې په جنګ کې يې له امریکا ماته وخوړله او له جنګ يې لاس واخیست او د ټیکنالوژۍ میدان ته ېي مخه کړه. جاپان نن د ټیکنالوژۍ په میدان کې د نړۍ دلومړنیو هېوادونو په کتار کې حسابیږي.

له بده مرغه دلته کیسه بل ډؤل ده. اول مو روس مات کړ بیا د ناټو له یرغل سره مخامخ شو. په قلعه جنګي او بیا په ټول هیواد کې يې په طالبانو ډیزي کټر او کلیسټر بمونه استعمال کړل او طالبان په مؤقت ډؤل له ماتې سره مخامخ شول.

خو شپاړس کاله پس اوس د ناټو عسکر په پوځي مرکزنو کې حصار دي او افغان عسکر پهره ورباندي کوي. دوی له ډرون او جیټ الؤتکو له لارې خپل دښمن یانې طالب له منځه وړي. صرف طالب نه قصداً ولسي خلک هم په نښه کوي چې یوه بېلګه ېي د فراه په یوه مدرسه کې د دستار بندۍ په مراسمو بمبار دی چي په ترڅ کې ۳۱ حافظان او علما اکرام په شهادت ورسېدل.

پرون امریکایانو یوه داسې ویډیو نشر کړه چې افغان پوځ په طالبانو د لیزر بم برید کړی.څو ورځې مخکې پولینډ اعلان وکړ چې ۲۰۰ اضافي عسکر به افغانستان ته راولېږي.

دا منم چې د طالبانو په بریدونو کې ولسي وګړي زیانمن شوي او سخت ورباندي دردیګم خو د خدای په خاطر لږ فکر وکړئ چې دا جنګ چا پیل کړئ؟

طالبان امریکي ته ورپسي ورغلي دي که امریکایان زرګونه کیلومتره لري په دوي پسي راغلي دي؟

د بګرام او پلچرخي زندانونه په کومو ځوانانو ډک دي؟
آیا هغوی له شوق نه هلته پراته دی؟
دا هره ورځ چې بمبارونه پرې کیږي او د طالبانو غوښې خلک په کڅوړو کې راټولوي، آیا دوی له تیږو پیدا دي؟
د دوی تر شاه مور پلار او یتیمان نه پاتي کیږي؟

یو ځل له لوګره دمیدان وردګ په طرف روان وم. د سرک سره نږدي په غونډیو تازه قبرونه جوړ ؤ سپین بیرغونه پرې لګیدلي ؤ.
یقین مو وشه زړه مي په دې درد وکړ چې ځوان نسل مو دښونځي، لیسې، مدرسې او پوهنتون پر ځای هدیرو ته روان دی؛ آیا دوی د څه لپاره قربانۍ ورکړي دي؟

اوس طالبان ولي تسلیم شي؟ آیا دوی محاصره دي؟ مرمۍ ورختمې دي؟جنګیالي ورسره ختم شول؟او که ماته ېي خوړلې چې د دومره قربانیو ورسته امریکایانو ته سر ټیټ کړي؟

له امریکایانو به هم تېر شو. افغان دولت ته څنګه تسلیم شي؟ او کوم افغان دولت ته تسلیم شي؟هغه چې د ولسمشر لور (مریم) او زوی (طارق) په امریکا کې عصري ژوند کوي تر اوسه به يې د بمبار او چاودنې څه چې د توپانچې ډز نه وي اوریدلی؟ هغه چې د امنیت درئیس (امر الله صالح) د آسټریلیا د تابعیت عریضه یې رد کیږي؟
هغه دولت ته چې د اجرائیه رئیس (ډاکټر عبدالله) کورنۍ یې په هند کې عصري ژوند کوي او لومړی مرستیال دوستم یې د ایشچې له شرموونکې معاملې وروسته انقرې ته تښتیدلی؟

داسې بې کفایته او د ولس له حاله ناخبره ادارې ته طالبان تسلیم شي؟چې د ځمکې او فضاء واک یې د ناټو په لاس کې دي.چاپې او بمبارۍ هغه کوي او د مذاکراتو اختیار یې افغان دولت ته ورکړی؟

خړ پړ طالب خو که وژل کیږي،که زنداني کیږي،که زخمي کیږي او د غوښو او هډوکو ټوټې یې په خاوره شیندل کیږي همدا وطن یې دی نه د امریکا تابیعت غواړي نه هند او آسټریلیا ته تښتي.

دا شپاړس کاله شهادتونه، زخمونه، زندانونه او دردونه د څه لپاره ؤ؟
خو په اول سر کې به يې د نورو غوندي چوکۍ او مراعات اخیستي وای او مزې به ېي کولی.

نو د پرلت ګډونوالو!

څومره چې تاسې سولې ته ضرورت لرئ تر هغې سل چنده زیات طالب ورته ضرورت لري. طالب له کور بې کوره دی. هر وخت یې مرګ په سر ګرځي. ځیني په زندان کې پراته او ځیني په غرو او لري دښتو کې په اوړي او ژمي کې شپې سبا کوي.

که سوله غواړئ د امریکایانو د سفارت مخې ته پرلت وکړئ،ورته ووایاست چې موږ نور ضرورت نه درته لرو، تاسې په شپاړس کلونو کې نه کوم نړیوال پوهنتون راته جوړ کړ، نه مو داسي روغتون راته جوړ کړ چې زموږ د ولسمشر په شمول جګپوړي چارواکي دلته خپل علاج پکي وکړي، نه مو کومه لویه فابریکه راته جوړه کړه،یواځي مو وسله، باروت او د بمونو مور دلته راوړه او په افغانانو مو وآزمویله.اوس یو ایټم پاتي دي.

نور نو زموږ هېواد راته را پریږدئ، موږ تاسې ته هیڅ ضرورت نه لرو.

مخکینې مطلب

ټرمپ: په سوریه کې مو داعش ته په ماتې ورکولو سره ۷ تریلیون ډالر ولګول ،ژر به دا هیواد پریږدو

بل مطلب

پسرلیه ..!!!

ځانګړي مطالب

خبرونه

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
افغانستان

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
خبرونه

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 19, 2026
0

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

بهرنیو چارو وزارت: افغانستان له نړيوالې ټولنې سره دایمي تعامل ته ژمن او د رغنده خبرو اترو ملاتړی دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

ذبیح الله مجاهد: «پرمختګ» ویبسایټ به د اسلامي امارت د لاسته راوړنو لپاره باوري معلوماتي سرچینه وي

ولسمشر پزشکیان: هېڅ ځواک نشي کولای ایران له خپلو حقونو محروم کړي

یمني ځواکونه: که امریکا ایران سره توافق ته ونه رسېږي باب‌المندب تنګی به په بشپړه توګه وتړل شي

پنټاګون:افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه چارواکو سره د مرکو بهیر پای ته رسېدلی

قزاقستان غواړي له افغانستان سره د خپل تجارت کچه تر ۳ میلیارده ډالرو پورې لوړه کړي

ټولګټو وزارت: د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۳۹ سلنه زیات شوي

کندهار کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برغني چکډم پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

جنوبي لبنان کې د نښتو پر مهال یو اسرائیلي سرتېری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com