ثاقب خپلواک
یو رنګین تصویر انځور کړه،انځورګره پسرلیه !
جادوګرې غوټۍ واه کړه ، جادوګره پسرلیه !
راشه وشینده د ژوند کیف پر دې مړاوې سپېره زمکه
مسیحا یې زموږ د هیلو مهاجره پسرلیه !
پېغلې څانګې کړه خمار بیا د زلمي چنار په مینه
جام د بنګ شه بیا د مینې ماذیګره پسرلیه !
بیا د مینې مسکا ښکاري، د غاټول پر سورکو شونډو
ته د مینې پیغمبر یې ، پیغمبره پسرلیه !
چې د مینې و شپېلۍ ته د ښکلا کوچۍ ګډېږي
په چمبو کې د بنګړو شرنګ کړه ، سندره پسرلیه !
بیا پر زنه هر یو کاڼې ایښې خال دئ،زموږ له وینو
راشه – راشه را پخلا شه مروره پسرلیه !
چې د ویر او د دردونو ټغر ټول کړې زموږ له سیمې
کړه د عشق هر خبره ملغلره پسرلیه !
ثاقب وایي زه به لارې په بڼو درته جارو کړم
که ته راغلې زموږ چم ته مسافره پسرلیه !


















