ایران کې پر ټېلي‌گرام بندیز لگېږي/خالد روان

کابل ټکی کام(دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): ایرانۍ رسنۍ وايي، حکومت غواړي د امنیتي دلایلو له مخې پر ټېلي‌گرام ټولنیزه شبکه بندیز ولگوي او پر ځای یې نوې ایرانۍ شبکه فعاله کړي.

د ایران ایرنا خبري اژانس لیکلي، د ایران د ملي امنیت او د ولسي جرگې د ملي امنیت کمېسیونونو په گډه پرېکړه کړي، چې تر راتلونکو څو ورځو پورې ټېلي‌گرام بندیز ولگوي او د پیغام رسونې یوه کورنۍ شبکه فعاله کړي.

په ایران کې وروسته له هغه پر ټېلي‌گرام بندیز لگېږي، چې په ایران کې د لاریونونو پر مهال لاریون کوونکو له تېلي‌گرام ډېره گټه واخیسته او خلک یې لاریونونو ته د ټېلي‌گرام له لارې رابلل.

په ایران کې د وروستیو لاریونونو له امله ۲۵ تنه وژل شوي وو او نږدې ۵زره تنه نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پر ټولنیزو رسنیو بندیزونه لگېږي، چې یو لامل یې د حکومت ضد غونډې او لاریونونه دي.

تېر کال افغان حکومت هم پرېکړه کړې وه، چې پر فېسبوک او ټېلي‌گرام بندیز ولگوي؛ خو وروسته یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

په ایران کې نږدې ۵۰ خلک له ټېلي‌گرام گټه اخلي او د خیریه کارونو سربېره یې د حکومت ضد غونډو له‌پاره هم کاروي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button