طالبان وايي: په پوځي ليکو کې يې د بل هېواد اتباع شتون نه لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۱۳) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت او په شمال کې امنيتي مسئولين وايي، په بدخشان ولايت کې يې د ختيځ ترکستان ايغور وسله والې ډلې مرستيال ملا مصطفی وژلی دی خو طالبان يې ردوي.

پرون د کورنيو چارو وزارت د وياند سرپرست محمد رادمنش او د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي رسنيو ته وويل، چې دولتي ځواکونو په جرم ولسوالۍ کې عمليات کړي په ترڅ کې يې د چين مربوط ايغور وسله والې ډلې مرستيال وژل شوی دی.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د جرم ولسوالۍ په عملياتو کې د چين هېواد اړوند وسله والو وژل کېدل رد کړي دي زياتوي (اسلامي امارت د غلام دښمن دغه بي اساسه پروپاګند په کلکه ردوي).

د مجاهد په خبره، په سيمه کې د دولتي ځواکونو عمليات له ماتې سره مخ شوي او د بېرته ستنېدو پر مهال يې د جرم ولسوالۍ په ( فرغامیروسیمه د توپونو او هاوانونو بریدونه پيل کړل چې له امله يې له دیرشو ډير ولسي کورونه ونړول او د ۲۸ په شاخوا کې ښځې، ماشومان او نور ملکي خلک يې شهیدان او ټپيان کړل).

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، سيمه کې د بل هېواد اتباع شتون نه لري او نه د ملامصطفی په نوم کس څوک پېژني زياتوي چې (شاید د دښمن هدف دا وي چې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته تشویش پيدا کړي او د اسلامي امارت په ضد پارونه وکړي).

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د عملياتو له ناکامېدو او په سيمه کې د ملکي مرګ ژوبلې پټولو په موخه يې د چين هېواد اتباعو د وژل کېدو په اړه اوازه خپره کړه خو دا اوازې هيڅ حقيقت نه لري په وينا يې (د مجاهدینو په صفوفو کي د کوم بل هیواد اتباع شتون نه لري او نه به هم اسلامي امارت اجازه ورکړي چې زموږ له خاورې څخه نورو هیوادونو او ملتونو ته څوک ضرر پيښ کړي).

طالبانو ګاونډي هېوادونه متوجه کړي وايي، امريکايان او د افغان حکومت چارواکي بې اساسه راپورونه خپروي او د دوی پرضد پروپاګند کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبانو په خپلو ليکو کې د نورو هېوادونو د اتباعو شتون رد کړی بلکې تر دې مخکې يې هم په خپلو اعلاميو کې ورته څرګندونې کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button