جبیر احمد مشهود
اخ ټوک ټوک شوې پاک ارمانه په سینو کي
اوښکي ولوېدې له غمه په لیمو کي
لایې خپل نه کړې ارمانه درنه لاړل
ویني پرېوتي په ول ول داستارو کي
څه تنکي تنكي ګلاب شول پاڼي پاڼي
امیدونه یې خزان شوله په زړو کي
رنګ په وینو یې د کلي په خوا راوړئ
پرې ژړا وه د مرغانو اسمانو کي
د موركۍ د هیلو بڼ ګورئ تالا سو
یادګارونه لټوي په کتابو کي
د جنت په لور سفر سو د زلمیو
ښکاري وراوې یې د حورو په څنګو کي
بې شمار زړونه د فراق په لمبو وسول
د خوښۍ چیغي غائبي شوې په خلو کي
اې مشهوده وحشت بیا پیغام راوړی
انتقام ته زلمي جګ شول سنګرو کي


















