ويناوال:حافظ حديد جوهر
هيلې وټوکېدلې
ستړي پړاوونه يې ووهل
سختۍ يې وزغملې
پردېسۍ يې وګاللې
تر منزله په رسا شوې
د خوښيو په يوه شنه سهار کې تر يوه يخ سيوري لاندې
دمه وې
نن يې اختر ؤ
د امامت له محراب او منبره
د بهترۍ پګړۍ ډالۍ کېدلې
د علم د درنو هستيو يو ټول ؤ
تا به ويل ځمکه کوم بل له سپينو ستورو ډګ آسمان دى!
آه!
تور مخي سخت زړي رقيب پرې
اورونه وورول
دجالي اورونه
هيلې د خوښۍ سيوري ته دمه
شهيدې شولې
اختر يې شهيد شو
دستار يې شهيد شو
کتاب يې شهيد شو
استاد يې شهید شو
مېلمه يې شهيد شو
باباجان يې شهيد شو
زړه مورکۍ يې شهیده شوه
کوچنى ماشوم ورور يې شهيد شو
محبوب يې شهید شو
نور څه نه دي پاتې
آه ظالمه!
نور څه نه دي پاتې
نور به لاڅه کوې؟
لاس دمات شه!
په دواړو سترګو ړوند شې!
لمبه لمبه شې!!!
آه ظالمه!
دعلم داسپرلى
دا سپړېدلې غوټۍ
داسورګلزار
چې له ښکلا يې ښکلاؤ حياﺀ کوله
ولى دخزان کړ؟
ګناه يې څه وه؟
مدرسه يې ګناه وه؟
مسجد يې ګناه وه؟
علم يې ګناه وه؟
دستار يې ګناه وه؟
انتظارشه!
دعزيزذوانتقام
رب وانتقام ته
تا شديدالعقاب ته
تا شديدالعذاب ته
خوښ ګلزار وريژاوه
تا د ښکلا ؤ ښکلا شهیده کړه
تا دمىنى څلى وران کړ
تا دهیلو اختر شهيد کړ
تا دعلم بهار خزان کړ
تا د جوهر د زړه ارمان شهىد کړ


















